د ارواښاد پوهاند محمدحسن کاکړپه ویرکې!

په ډیره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هیواد بې ساری نامتومورخ، وطنپال لیکوال، خپلواک ژورنالیست، په ملي اونړیواله کچه پېژندل شوی تاریخي، فرهنګي اوملي ځلانده شخصیت پوهاند ډاکټرمحمدحسن کاکړد امريکا په هیواد کی په حق ورسید .
انالله و اناالله راجعون
ارواښاد د څولسیزو راپدي خوا آن د ژوند تر پایه پوری دتاریخې، سیاسي،ادبې اوعلمي کتابونوپه لیکلواوژباړلوکې فعال پاتې شو. ارواښاد په ازادی مین اوډیروطنپال ملي شخصیت وو.
زه د کابل پوهنتون پخواني استاد په توګه د اروښاد محمدحسن کاکړ په ویرکې ځان شریک ګڼم. دارواښاد مړینه دافغان ولس لپاره خو په تیره بیاد پښتون قوم لپاره يوه لويه نه جبران کیدونکې فرهنګی ضايعه بولم.
ارواښاد ته د الله ج څخه جنت الفردوس غواړم او محترمي کورنۍ ته یې د خواخوږی مراتب وړاندی کوم.
روح دی ښاد وی
په درنښت
الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ

سحـــــرګـــــه وه د نـــــرګس لـــــېمه لانــــده
څاڅکي څاڅکي يـــې تـر سترګو څڅېده
مــا ويـــل څه دي ښکليه ګله ولي ژاړې؟
ده ويل ژونـــد مي دئ يوه خوله خندېده

نازو انا