هره ماته د بریا لامل ګرځي!

 
تاسو تل باید خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د ډېرو، خو وړو ماتو په تمه و اوسئ، باید ماتې او ژر تېرېدونکې ناکامۍ خپلې موخې ته د رسېدو لپاره د یو تاوان او قیمت ورکولو په توګه ورته وګورئ.
هنري فورد وایي: ماتې یوازې یو فرصت دی د یو ښه او هوښیار پیل لپاره.
کله، چې غواړئ په یوه لار خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پیل وکړئ، له ځانه څخه مو وپوښتئ ولې همدا اوس هلته نه یم؟
څه شی د دې لامل شوي، چې زما د پرمختګ مخه یې نیولې؟
ولې تر دې دمه دغه موخې ته نه یم رسېدلئ؟
ټول هغه خنډونه، چې ستاسو او پرمختګ تر منځ مو منځ ته راغلي وموندئ او وې پېژنئ.
ټول هغه واړه څیزونه، چې تاسې فکر کړئ د موخو په لاسته راوړلو کې مو خنډ ګرځي او یا مو بېرته په شا تمبوي هغه له ځان سره ولیکئ.
کله مو، چې دغه ټول خنډونه او ماتې، چې ستاسو د پرمختګ او بریا مخه نیسي وپېژندل نو په ډېره ښه بڼه به وکولای شئ، چې لمنځه یې یوسئ او په خپلو ټولو کړنو کې به بریا او د خپلې خوښې پرمختګ ته ورسېږئ.
خو که کله مو ماته وخوړه په دې پوه شئ چې کولای شئ بېرته خپله کړنه یا دنده مو په ډېره ښه، منظم او سم ډول پیل کړئ، چې همدا کار ستاسو د بریا لامل ګرځي.