ځان مو په خپله بڼه ومنئ!

 
تاسو د تکړتوبونو، وړتیاوو، خوښو نا خوښو، نیمګړتیاوو او له ځانګړو استعدادونو سره یو ځای دې نړۍ ته راغلي یاست. دغه ټول یوه ورځ ستاسو په ژوند کې ځان ښکاره کوي او کېدای شي د ځوانۍ پړاو تر ختمېدو پورې خپله اغېزه ستاسو په ځان کې ښکاره کړي.
یو له اړینو ګامونو څخه، چې د یوې دندې په تر سره کولو کې اخلئ دا دي، چې وګورئ په کومو کړنو، برخو او څیزونو کې پیاوړي او تکړه یاستئ او له کوم اړخه ښه او پیاوړي کېدو ته اړتیا لرئ.
بیا په ټول توان او قوت سره په هغه برخه کې د ښه کېدو پرېکړه وکړئ.
«مري پارکرفولت» د مدیریتي چارو مشاور په ۱۹۲۰م پېړۍ کې په یو ځای کې لیکلي: تر ټولو ښه لار د آس ځغلولو لپاره هماغه د آس خپل تګ لوری یا د تلو لوری دی.
تر ټولو ښه لار ستاسو د پرمختګ لپاره مناسب پرمختګ او د خپلې خوښې او طبیعی استعدادونو سره تر څنګ په اړیکه کې وي.
«جیم کانکارت» امریکايي لیکوال لیکي:( خپل طبیعت مو وروزئ).
دغه لارښوونه ډېره اړینه ده، چې هرومرو په ژوند او کار کې ورته ځانګړې پاملرنه وکړئ.
تاسو د ځانګړو وړتیاوو او استعدادنو سره، چې له تاسو مخکې هېڅ وګړی د هغه درلودونکی نه وو، دې نړۍ ته پښه ایښې ده. د ژوند په روانو کلونو کې به دا وموندئ، چې په یوه نه یوه برخه کې وړتیا او استعداد لرئ، چې له هر څه نه ډېر تاسې راضي او خوشاله کوي.
د دې ترڅنګ کولای شئ په هغه برخه کې ډېرو سترو بریاوو ته ورسېږئ، په ژوند کې یو له سترو موخو څخه مو دا دي، چې هغه یو یا دوه تکړتوبونه، چې په هغو کې ښه او پياوړي یاستئ وپېژنئ او بېل یې کړئ، نو هغه وخت په همدغو برخو کې هڅه وکړئ نور هم ښه او پیاوړي شئ.