اندیپنډیټ ویبپاڼې دا ځل یوه نوې څېړنه خپره کړې ده، چې له مخې یې دکوروالي او حافظې ترمنځ تړاو څرګندوي، په کاناډا کې دماکجیل پوهنتون څیړونکي وايي: د کوروالي او په دماغ کې دعصبي رګونوترمنځ تړاو شته، ددماغ همدا سیمه عاطفه، حافظه او عصبي سیستم کنترولوي.
دا پوهان وايي: کوروالی یا سکس دښځو پر حافظې ښه اغیز پریباسي.
راپور لیکي: دا پایله پر هغو ۷۸ مېرمنو، چې عمرونه یې له ۳۰ کلنۍ ټیټ و له څېړنې وروسته تر لاسه شوې ده. دې مېرمنو داسې پوښتنپاڼې ورکړل شوې وې، چې باید هره پوښتنه ځواب کړي او دلیل یې هم ولیکي پردې سربېره کوروالی یا سکس رواني فشار ( خپګان، ستړیا) له منځه وړي او له حافظې سره مرسته کوي.