وروسته د اصلي او اساسي خنډونو له پېژندې، چې ستاسو د پرمختګ مخه یې نيولې هغه د یوې مثبتې موخې په توګه له ځان سره ولیکئ، د بېلګې په توګه شونې ده، چې ووایی« زما موخه د وړتیاوو او تکړتوبونو په ښه ډول او د تل لپاره روزنه او وده ده، چې په خپله حرفه یا هم کسب کې د ۱۰ سلنې پیاوړو څخه وشمېرل شم».
وروسته له دې یو لړلیک د خپلو ټولو ګامونو څخه، چې د خپلې پوهې، تکړتوبونو، د وخت ښه مدیریت او داسې نورو لپاره پورته کوئ ځان ته جوړ کړئ.
د هر پړاو تر څنګ د هغې د تر سره کولو وروستی مهلت هم ولیکئ، ورسته یو اړین او ګټور ګام واخلئ او سم دلاسه د هغه کړنې د ترسره کولو په لټه کې شئ، او ورسته له دې به تاسې د خپل ځان مخلص واکدار شئ.
خپل ځان مو د هغه کړنو په ترسره کولو بوخت کړئ، چې تاسو ته د ښه او پیاوړي شخصیت در کوونکې دي او د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره مو له پخوا ټاکلي دي.
دغه ډول مشق او تمرین تاسو ته د خنډونو په پېژندلو کې او د دې خنډونو لمنځه وړل د دې لامل کېږي، چې تاسو خپل واک په لاس کې واخلئ.
په پای کې تاسې د ښې ارادې او وړتیا د درلودلو له مخې کولای شئ هر پرمختګ او هر ډول موخې ته، چې د ځان لپاره مو رسم کړې په ډېره ښه توګه ورسېږئ او تضمین یې هم کړئ.