د پرمختګ لپاره دوه څلوېښت لارې چارې

 
ژباړن: عطا محمد میاخېل
۱ـ هره ورځ یو کتاب ولولئ .
۲ـ یوه نوې ژبه زده کړئ .
۳ـ یوه نوې بوختیا وټاکئ .
۴ـ یوه نوې ښوونیزه دوره وټاکئ .
۵ـ یوه الهام بښونکې کوټه را منځته کړئ .
۶ـ په خپله وېره او ډار باندې غلبه وکړئ .
۷ـ خپل مهارتونه لوړ کړئ .
۸ـ له خوبه ژر را ویښ شئ .
۹ـ د نرمښت اوونیز پروګرامونه ولرئ .
۱۰ـ د ځان له پاره د ژوند لارښود کتاب تدوین کړئ .
۱۱ـ په راتلونکې کې د ځان له پاره لیک ولیکئ .
۱۲ـ د خپلې هوساینې له سیمې څخه بهر شئ .
۱۳ـ یو کس وننګوئ .
۱۴ـ خپل کمزوري ټکي پیدا کړئ .
۱۵ـ د نورو نظرونه وپوښتئ .
۱۶ـ د کارونو په لېست باندې تمرکز وکړئ .
۱۷ـ د ځان له پاره ځیرکې موخې وټاکئ .
۱۸ـ خپل عیبونه ومنئ .
۱۹ـ د عمل ډګر ته ور ودانګئ .
۲۰ـ له هغو کسانو څخه، چې ستاسو له پاره الهام بښونکي دي، زده کړه وکړئ .
۲۱ـ یو بد عادت پرېږدئ .
۲۲ـ یو ښه عادت دود کړئ .
۲۳ـ له منفي فکر لرونکو کسانو څخه لرې شئ .
۲۴ـ زده کړئ، چې له سرسختو کسانو سره مقابله وکړئ .
۲۵ـ له خپلو دوستانو څخه یې زده کړئ .
۲۶ـ ورځنی یاد دښت ولرئ .
۲۷ـ د شخصي پرمختګ له پاره وېبلاګ ولیکئ .
۲۸ـ روزونکی ونیسئ .
۲۹ـ د انلاین خبرو اترو پروګرام له پاره کم وخت ورکړئ . 
۳۰ــ شطرنج زده کړئ ( یا بله هره ستراتیژیکه لوبه ) .
۳۱ـ ټلویزیون کتل ودروئ .
۳۲ـ دېرش ورځنۍ ننګونې پیل کړئ .
۳۳ـ فکر وکړئ .
۳۴ـ د خبرو د فن صنفونو ته لاړ شئ . ( د ډېرو په وړاندې خبرې کول )
۳۵ـ په هره برخه کې له مشهورو کسانو سره آشنا شئ .
۳۶ـ تېر هېر کړئ .
۳۷ـ یوه پانګونه ترسره کړئ .
۳۸ـ په خپلو شاوخوا خلکو باندې مهربان واوسئ .
۳۹ـ د هغو کسانو زړونه لاسته راوړئ، کوم چې له تاسو څخه کرکه کوي .
۴۰ـ آرام وکړئ .
۴۱ـ لږ تر لږه په ورځ کې د فردي پراختیا په اړه یوه مقاله ولولئ .
۴۲ـ خپلې شخصي ودې ته ژمن واوسئ .