د کـــندهار جغرافیايي موقعت:

  کندهار د افغانستان یو ولایت دي چي د دې ولایت مرکز هم د کندهار په نوم یاديږي، او تر کابل وروسته د افغانستان د نفوسو څخه ډک او لوی ښار شمېرل کیږي، چي دبحر له سطحي څخه  د اټکل له مخي (۱۰۷۷) متره لوړ پروت دي. دا ولایت د ختیځ طول البلد د ۶۴ او ۶۸درجو ۸ او ۵۱ دقیقو او ۱۰ او ۱۲ ثانیو او دشمالي عرض البلد د ۹ او ۳۴ درجو ۱۲ او ۱۳ دقیقو او ۲۵ ثانیو ترمنځ پروت دي، او د درو خواوو څخه د جګو غرونو په ذریعه محاصره سوي دي.   د کندهار اوسنی ښار یو مستطيل شکل لري چي (۲۱۳۳) متره اوږد او (۱۳۸۷) متره سور لري او ساحه یې د ۵، ۱۹۵۸ کیلو متر مربع دي په شاوخوا کي ده.   د زړو دېوالو جګوالۍ یې د ۷ څخه تر ۱۰ مترو او عرض یې ۵ متره . دکلا یو لوۍ دېوال را چاپېر سوي و او یو خندق چي ۳ متره ژور والۍ درلودۍ چي ددغه کلا سره د ښار پر شاوخوا راګرځېدلۍ و چي د وخت په تېرېدو سره ډک سوي دي.    څلور لاري دروازې یې درلودې چي عبارت دي له: کابل دروازه، هرات دروازه، ښکاپر دروازه او بر دروازه او یوه یې هم دعیدګاه دروازې په نوم وه چي دا دروازې ته د ارګ دمنځ څخه سړک وتلي و. د ارګ غولۍ مربع شکله و چي هره ضلعه یې تقریباً (۲۷۷) متره وه.   ماخذ: کندهار د تاریخ په اوږدو کي.  درنښت: احمدجنيدمبارز