د ساعـت اخــتراع

  وايي چي ساعت په خپل ابتدايي شکل لومړی د هارون الرشید په زمانه کي مسلمانانو اختراع کړ.  هارون الرشید هم هغه د یوبهترین سوغات په توګه  په اروپا کي د عیسویانو متعصب واکمن شارل ته ولېږي. درباریانو او کلیسا هغه د پېریانو او جِنانو یوه قطۍ وبلله او فتوا یې صادره کړه چي باید مات او له منځه یو وړل سي. همداسي هم وسوه او دغه تازه اختراع سوۍ ساعت یې هم توټې ټوټې کړ او وئې ویل چي موږ د جِن شیان هیڅ نه خوښوو. هــو ! هماغه مهال اروپا او عیسویت په خرافاتو کي ډوب ول، خو اسلام او مسلمانان د ترقۍ په عروج کي ول. لاکن نن اروپایان د مسلمانانو لاسونه او خولې په هغه شیانو سره تړي چي مخترعین یې همدغه مسلمانان دي ...! [ ماخــذ: اخلاقي کنایي ] درنښت: احمدجنیدمبارز