احساسات مو کنټرول کړئ!

 
د دې لپاره، چې خپل ذهن مو مثبت وساتئ باید له بد ویلو، نالښت، ملامتولو او د نورو د عیب ښکاره کولو څخه ځان وساتئ.
هر کله، چې د نورو عیبونه ښکاره کوئ، هغه څوک مو، چې خوښېږي نه بد یې وایی یا نورو کسانو، چې کومې کړنې کړې او یا یې ندي کړې ملامت کوئ، نو منفي احساسات او غوسه خپلو شریانونو ته پیچکاري کوئ او څوک، چې زیان ویني هغه په خپله تاسې یاست.
ستاسو منفي کتنه هېڅکله په نورو اغېزه نه کوي، د بل چا له لاسه غوسه کېدل پدې مانا دي، چې د خپلو احساساتو واک او ځینې وخت د خپل ژوند خوند او ښکلا نورو ته وسپارئ او دا یوازې ناپوهي شمېرل کېږي.
په یاد ولرئ هماغه ډول، چې « ګرزوکاف» په خپل کتاب کې لیکلي: مثبت احساسات انسان پياوړی او منفي احساسات انسان کمزوری کوي.
مثبت احساسات تاسو ته خوشالي، مینه، ژوند ته لېوالتیا او په نفس د اعتماد ځواک دربخښي. منفي احساسات تاسو قهرجن، د نورو ملامتول، بد خوی، بې مینې او ډېر مو کمزوری کوي د دې ترڅنګ نور کسان به هم له تاسو څخه په تېښته وي.
هر کله مو، چې خپل احساسات کنټرول کړل او په په خپلو کړنو، کارونو او هغه کوم څیزونه، چې تاسو پورې اړه لري د مسوولیت احساس پیدا کړو، نو کولای شئ په نفس اعتماد او ژوند ته مو په ډېره ښه توګه دوام ورکړئ او خپل برخلیک به په لاس کې واخلئ.