هغه انجنونه چې دلیزر او لمریزو وړانکو په اساس کار کوي،مونږ کولای شي په یو بې ساري او تېزترین سرعت سره فضايې اهدافو ته ورسوي. په اوس وخت کې عالمان په دې لټه کې دي چې فضا دسفر موجوده کړنلار بدله کړي، ځکه چې اوسنی موجوده کړنلاره یعنې فضا ته د داختراقي توغندیو پرمټ سفر مریخ او یا نورو لرې پراتو سیارو مناسب ندی. ځکه که تاسو غواړی له ځمکې څخه دمریخ تر ټولو نږدې نقطې ته دهمدې توغندیو پرمټ ځان وروسوی، نو حداقل ددې لپاره له څو میاشتو زیات وخت ته اړتیا ده، کوم چې دتوغندي دمصارفو او دوخت دضایع کېدو ستره ستونزه لري.
ددې مشکل دحل لپاره دکالیفرنیا پوهنتون استاد فیلیپ لوبین (Philip lubin) ځینې نظریات وړاندې کړي،چې ممکن ددې مشکل غوټه خلاصه کړی شي.لوبین خپلې نظریې په ویډیویې شکل ناسا ته وړاندې کړي،نو ځکه ده او دده کاري ټيم وکولای شول دناسا د پېشرفته نظریو جایزه (NIAC ) ترلاسه کړي. لوبین ددې سل زر ډالریزې جایزې په ترلاسه کولو دا فرصت ترلاسه کړ ،چې دخپلو نظریو ابتدایه عملي امتخاني کارونه پیل کړي.نوموړی په دې اند دی چې ددې طریقې په عملي کېدو سره به د ځمکې څخه دمریخ ترټولو نږدې نقطې ته یواځې او یواځې په دریو ورځو کې رسېدای شو.
هغه انجنونه چې ددې سېستم په اساس کار کوي دیوې لمریزې پردې څخه جوړیږي ،چې دلیزر په اساس مخ په وړاندې خرکت کوي.لمریزې پردې په اصل کې نازکې او رڼا پردې چې کولای شي دلمر فتونونه چې دمختلفو سطحو څخه منعکس ،او یا پرې لګيږي جذب او فضایې سپوږمکی مخ په وړاندې متخرکه کړي.کټ مټ همداسې لکه دیو بادي کشتی له پاسه چې دکشتی پرده هوا جمع او جذب کوي اود همدې هوا نه دمخرکې قوې په خیث د خپل خرکت لپاره ګټه اخلي.دلمریزو پردو په برخه کې په ۲۰۱۰ کال کې د ژاپن (JAXA) فضایې سازمان،او په ۲۰۱۲ کې دوه مهمې او مؤثره تجربې ترسره شوې.
ددې ډول انجنونو پرمټ له یوې خوا بدون دسون موادو فضا ته فضایې سپوږمکی توغېدلای شي،اوله بلې خوا دیوې اوږدې مودې لپاره په ډېر لوړ سرعت سره خرکت کولای شي. تردې چې ددې انجنونو پر مټ نږدې دنور سرعت معادل سرعت تولیدلای شو،نو په دې اساس دانشټاین دنظر په پام کې نیولو سره (که یو جسم په لوړ سرعت سره خرکت وکړي،نو دجسم دوهل شوي فاصلې وخت کميږي) مونږ کولای شو په ډېره لنډه موده کې فضایې اهدافو ته ځانونه ورسوو.
هغه سپوږمکی چې ددې ډول انجنونو پر مټ کار کوي ویل کيږي چې،یوه کوچنی عرض لرونکي سپوږمکی دنوري انجن پرمټ کابو ۱۰۰۰ کیلومتره في ثانیه خرکت کولای شي.چې داسرعت دنور دسرعت ۳۰ سلنه جوړوي. که داوسني تکنالوژى پرمټ ولاړ سرعت دنور دسرعت سره مقایسه شي،نو دا سرعت دنورد سرعت یواځې ۰,۰۰۶٪ سلنه جوړوي.
ددې پروژې عملي کول که څه هم دیو علمي تخیلي فلم په څېر ښکاري،خو لوبین په دې اند دی چې پورتنی تکنالوژي اوس هم شتون لري،او یواځې دېته ضرورت لري چې دلویوالي لپاره یې کار وشي.لوبین په ۲۰۱۵ کال کې د NIAC غونډې په جریان کې دخپلې طرحې په اړه وویل:
(دځمکې څخه د۲۵ نوري کاله په فاصله څو داسې سیارې شتون لري،چې دانساني ژوند لپاره دهرې زاویې مناسبې دي). رېښتیا هم ناسا دا موضوع په کلي ډول تاییدوي ، دمثال په ډول د Alpha Centauri ستوري ځینې سیارات چې دځمکې څخه د ۴ نوري کاله په فاصله واقع دي ، دانساني ژوند لپاره مساعدې دي،خو داوسني تکنالوژى پرمټ دغو سیارو ته رسېدل یو خوب دی، اما دلیزري انجنونو پرمټ دا خوب په خقیقت بدلېدای شي.ځکه همدا فاصله ددې تکنالوژی پرمټ په ۱۷ کالو کې طی کولای شو.خو په یاد باید ولرو چې دا تکنالوژي دبې پیلوټه کوچنیو سپوږمکیو لپاره مناسب ده،او دیو روباټ لیږد کهکشان ته ددې تکنالوژی پرمټ ښايې دژوندیو موجوداتو لپاره قابل سکونت سیارو په پیدا کولو کې مؤثر وي.
ددې تکنالوژی په وړاندې ځینې لوی خنډونه هم شتون لري چې ددې تکنالوژی کار لا سختوی. دمثال په ډول یو ستر خنډ چې په دې اړه شتون لري دادی چې هغه اطلاعات چې د روباټیک سيستم پرمټ جمع کوي څه ډول باید ځمکې ته مخابره شي،ددې ارتباط قایمول شاید یو ستر چلنج او مشکل وي.همدا ډول بل دسپوږمکیو دخرکت لپاره باید قویترین لیزر جوړ شي چې دا هم په خپل ذات کې یو سترمشکل دی. بله ستونزه چې په دې اړه شتون لري ددې ماشینو دسرعت کموالی دی چې تر هدف وروسته باید کم شي.
خو ددې مشکلاتو سره سره دا تکنالوژي په خپل ځای مؤثره او ګټوره ده،ځکه دا تکنالوژي په اوس وخت کې دابتدا په خالت کې ده ،خو دبشر داوسني پرمختګ چې دتېر په پرتله يې کړی،سړی دې نتیجې ته رسېدلای شي چې شاید همدا تکنالوژي هم یوه ورځ عملاً داستفادې وړ وګرځي.
سرچينه: