ډله ییزه کړنه یا کار مه هېروئ!

 
یوې اوږد مهالې دندې یا کسب ته د رسېدو لپاره تر ټولو اړین او مهم څیز، چې په خپل ځان کې وروزئ هغه په ډله ییزو کړنو یا کارونو کې په ښه توګه ګډون او ونډه اخستل دي.
د استانفورد پوهنتون څېړونکو وروسته له څو کاله څېړنې دا په لاس راوړل، چې د یو عمل وړاندې کولو وړتیا او یا د ډله ییزې کړنې په ښه توګه تر سره کول د انسانانو تر ټولو ښه ځانګړنه ده، چې کولای شي په چټکتیا سره د خپل پرمختګ او ترقۍ لار پیدا کړي.
ډله ییزې کړنې ډېرې په زړه پورې دي، تر ټولو په زړه پورې دا، چې د یوې ډلې ۲۰ سلنه غړي د ټولې کړنې یا کار څخه ۸۰ سلنه په ډله ییزه توګه ترسره کوي او ۸۰ سلنه پاتې نور غړي په غوندو کې ډېر کم ګډون کوي او د یوې دندې یا کړنې د تر سره کولو لپاره په خپل خوښیزه ټوګه ونډه نه اخلي.
ستاسو دنده دا ده، چې د لومړیو ۲۰ سلنه غړو سره یو ځای شئ، د دې لپاره، چې د یوې ډلې ښه او فعال غړی و اوسئ تل په غونډو کې د ګډون لپاره چمتو اوسئ. سم د هغه چا په وړاندې کښېنئ، چې غونډه اداره کوي، چپ او خاموشه مه پاتې کېږئ، تل پوښتنې کوئ د پروژو د تر سره کولو لپاره په خپل خوښیزه توګه برخه اخلئ.
هر کله، چې کوم کار یا کړنه تاسو ته وړاندیز کېږي هغه په چټکتیا او په ښه توګه تر سره کوئ تر څو نور غړي هم پوه شي، چې یو فعاله او ونډه اخیستونکی غړئ په غونډه کې شتون لري.
همدا ډله ییزه کړنه یا کارستاسو د پرمختګونو او موخو په لاسته راوړو کې خورا ډېره مرسته کوي او کولای شئ خورا ډېر بریالیتوبونه په لاس راوړئ.