ملی غرور: مثبت که منفي


د یارانو ګرم مجلس روان وو. یو ملګری مو په یو غربی هیواد کې د لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته هیواد ته راستون شوی و. بل ملګری مو له ننګرهار نه راغلی و. له غربه راستون شوي ملګري موږ ټولو ته د هغه څه په اړه کیسې کولې چې لیدلي یې وو. د پرمختللیو ښارونو، منظم ترانسپورتي سیستم، د خلکو د بوختیا او د تکنالوژي د پرمختګ کیسې يې راته وکړې. له ولایته راغلي دوست مو هم څو څو ځل د تاریخ له پاڼو د افغانانو د میلمه پالنې، غیرت، له هیواده دفاع او پخوانیو فتوحاتو کیسې وکړې.
په دې منځ کې زموږ یو بل دوست پوښتنه وکړه چې موږ افغانان څوک یو او په څه باید وویاړو؟
له غرب څخه راستون شوي دوست مو بې درنګه ځواب ورکړ: "یاره موږ خو د نړۍ په کچه ترټولو وروسته پاتې او حقیر خلک یو، هیڅ نه لرو، خلک مو ټول جاهل او ناپوه دي، اقتصاد مو په نورو متکي دی، په تیر کې مو هم کومه توره نه ده کړې، له انګریز، روس او نورو سره په جګړه کې مو یواځې خپل هیواد وران کړی او هیڅ ګټه مو لاسته نه ده راوړی. موږ هیڅ نه لرو چې پرې وویاړو. موږ به هله نړۍ وپيژني چې د ټکنالوژي په ډګر کې نړۍ ته څه ورکړو. موږ باید سټیو جابز ولرو، موږ باید رایټ ورونه ولرو" او همداسې په جذباتو کې يې څو ځله ځان او هیواد ته سپکې سپورې هم وویلې.
د ولایت نه راغلي دوست مو دده خبرې پرې کړې او وي ویل: " یاره داسې نه ده، موږ هغه قوم یو چې د رهبرۍ یو فطري استعداد لرو. احمد شاه ابدالی په ۲۵ کلنۍ کې یوه ستره امپراتوري جوړه کړه چې تر اصفهان او ډهلي يې سیمې ونیولې. شامحمود هوتک د صفوي شاه نه په زوره تاج واخیست متجاوزینو لکه انګریز او شورویانو ته مو څو ځله ماتې ورکړه ملت مو تل د هیواد په دفاع کې بې شانه قربانی ورکړې ده او له ډیرو سختو ننګونو او تاریخي ازموینو روغ راوتلي یو. موږ تل د نورو د تجاوز قرباني یو کنه خپله یو ویاړمن ملت یو. ډیر ښه صفات لرو، لکه غیرت، میلمه پالنه، باعزتي، د مظلوم دفاع او نور."
بل دوست مو بیا وویل چې یاره دا تاریخ ماریخ زموږ په درد نه خوري. موږ باید هغه ټول هیر کړو او د ننۍ نړۍ سره ځان سیال کړو. باید ټول خلک بدل شي او پخوانۍ "کیسې" هیرې کړو. بحث ډیر ګرم شو او د شپې تر ۱۲ بجو هیڅ لوري یو بل ته قناعت ور نه کړ او ټول د خوب بسترو ته ولاړو.
په هغه شپه ماته تر ډیره خوب نه راته. په فکرونو کې ډوب وم. له ځان سره به مې فکر کاوه چې کوم دوست مو سم دی. ایا موږ رښتیا ذلیل او حقیر خلک یو که باتور او ننګیالي؟ که اول یا دوهم ډول فکر وکړو څه لاسته راوړ او څه له لاسه ورکوو؟ ایا موږ باید له یوه سره تاریخ هیر کړو؟ څنګه د نړۍ له اوسنيو ننګونو سره مقابله وکړو؟ که ویاړونه هیر کړو څه لاسته راوړو او یا څه له لاسه ورکوو او که ټول وخت په تیرو کیسو ولګوو نو څه له لاسه ورکوو او څه لاسته راوړو؟ نور خلک او ملتونه څه کوي؟
دا او ورته سوالونه ښايې هره ورځ د زرګونو افغان ځوانانو په ذهن کې وګرځي. ډیری ځوانان چې د غربي نړۍ پرمختګونه وګوري نو خپل هیواد او تاریخ ته د ملامتیا ګوته ونیسي. ډیری نور بیا پرته له دې چې د ځان د ودې په اړه فکر او کار وکړي په تاریخ کې پراته دي او یواځې د نورو په ترلاسه شویو ویاړونو فخر کوي او د تیرو وختونو په مینه ژوند کوي.
زموږ ملي هویت، ملي غررو، ویاړونه او ارزښتونه تر بل هر وخت اوس ډیر له ګواښ سره مخامخ دي. ځینې هیوادونه او سازمانونه په دې اړه پانګونه کړې چې له افغانانو خپل ملي هویت، ملي غرور او ویاړونه واخلي، ددوې ذهنونه مغشوش کړي او د کمترۍ عقده ورکړي. حکومت، رسنۍ او مدني ټولنې په ډیرو سطحي مسایلو بوخت دي او د ملي هویت او ملي غرور د پیاوړتیا لپاره هیڅ کار نه کوي.
مخکې تر دې چې په ملي غرور بحث وکړو د غرور کلمه څیړو. کله چې د غرور کلمه اورو دوه مفاهیم مو ذهن ته راځي:
د غرور مثبت مفهوم : داسې احساس چې ځانته درناوې ولری او د نورو له خوا د درناوي وړتیا په ځان کې وګورې.
د غرور منفي مفهوم : داسې احساس چې تاسو له نورو خلکو ډیر مهم یاست یا تر حده زیات ځان باوري لرئ.
زموږ په ټولنه کې غرور کله په لومړۍ او کله په دوهمه معنا کارول کیږي. مثلاً وايې فلانکی یو ښه غرور لري په مجالسو کې بیځایه خبرې او خندا نه کوي. فلانکی یو مغرور افغان دی او هیڅ وخت په بحثونو کې چاته اجازه نه ورکوي چې د هیواد په ویاړونو وبلوسي. یا نوموړې ډیره ښه او مغروره نجلۍ ده له هر چا سره بیځایه خبرې نه کوي. دا يې مثبتې بیلګې وې. ځینې منفي بیلګې يې دا دي: هغه دومره مغرور دی چې له هیچا مرسته هم نه غواړي او تل په ستونزو کې ډوب وي. نوموړی دومره زیات غرور لري چې هیڅ وخت خپلې خطاوې نه مني.
د ملي غرور مفهوم هم په عین ډول مثبت او منفي مفاهیم افاده کولی شي. کله چې موږ د یو عزتمند ملت په حیث خپل هیواد، تاریخ، ویاړونو او مشرانو ته درناوی ولرو او له دا وړتیا هم ولرو چې نور يې هم درناوی وکړي دا مثبت ملي غرور دی. که موږ خپل ویاړونه، او تاریخ مسخره نه کړو نو هیڅوک به یی مسخره نه کړي. همداراز په تیر تاریخ او ویاړونو د فخر تر څنګ که اوس په فعاله توګه د هیواد او ځان د پرمختګ لپاره کار وکړو سربیره پر دې چې څه مو له لاسه نه دي ورکړي بلکه په ځان اعتماد او جرئت مو نور هم زیاتیږي. خو که موږ یواځې په افراطي ډول په هیواد کې په هر څه فخر وکړو او هیڅ خپلو خطاوو ته متوجه نشو دا یو منفي ځان غوښتنه او غرور دی.
که لږ ژور فکر وکړو وینو چې نړۍ په بیلابیلو ملتونو او دولتونو ویشل شوې. ملي هویت په هر هیواد کې یوه ټولیزه قوه ده چې ملتونه سره مستحکم ساتي او د ملتونو تر منځ اړیکې تعریفوي. همداراز ملي غرور هغه مثبت احساس دی چې وګړي یې د خپل هیواد په اړه لري او دا ملي غرور له ملي هويت څخه منشا اخلي. لومړی باید په نړۍ کې د یو عزتمند ملت په حیث خپل هویت ومنو او ځان نورو ته په ویاړ معرفي کړو بیا په خپل هویت او ویاړونو فخر هم وکړو او یو ملي غرور ته په ځان کې وده ورکړو. ملي غرور هغه احساس یا عزت دی چې یو کس يې خپل هیواد ته لري او یا هغه غرور یا په ځان باور دی چې یو کس يې له خپل ملي هویت څخه اخلي. نو ملي غرور په خپل نفس کې یو مثبت شی دی. ملي غرور اکثراً د هیواد پالنې او ملت پالنې له احساساتو سره یوځای وي. یعنې هغه کسان چې ملي غرور لري، له هیواد او خپل ملت سره يې مینه ډیره وي. له بلې خوا ویل کیږي چې ملي غرور د هیواد پالنې او ملت پالنې لپاره یوه پیش زمینه ده یعنې که ملي غرور ونه لرو ملت پالنه او هیواد پالنه رښتینی نه دی. ملي غرور به ددې سبب شي چې هیواد او ملت ته مو مینه زیاته شي او په دې توګه به د هیواد په ابادۍ کې لازیاته فعاله ونډه ولرو. ویل کیږي چې ملي غرور د هویت، د ځان درناوي او وفادارۍ سره معادل مفهوم ارایه کوي. د یو ملت/هیواد لپاره ملي غرور داسې دی لکه د یو شخص لپاره چې ځان ته درناوی وي. بله دا چې یو هیواد یا دولت ته ځان منسوبول یو کس د هویت مهمه برخه ده.
له اروايې نظره کله چې موږ ملي غرور ولرو، یو څه (هیواد او ملت) ته د تړاو احساس ترلاسه کوو (Belongingness) چې دا کار د ځان باورې او عزت النفس د زیاتیدو سبب کیږي نو ځکه هغه خلک چې ملي غرو لري با جرئته وي. په یوه څیړنه کې موندل شوې ده هغه خلک چې مثبت غرور لري د لاندې ځانګړتیاو لرونکي وي: خبرلوڅ، موافقه کوونکي، اصلي عزت النفس لرونکي، او با وجدانه وي. بریالیتوب او بریاوې يې د سخت کار پایله ګڼي. برعکس هغه خلک چې منفي غرور لري (کلانکار وي) د دې لانډې ځانګړتیاو لرونکي وي: ځان ښودونکي، شرم ته مایل، او بریالیتوب په ځان کې د ثابتو وړتیاوو له کبله ګڼي له چې مخکې تعین شوی وي.
ملي غرور په نورو هیوادونو کې هم شته. لس هیوادونه چې ملي غرور پکې تر تولو لوړ دی په لاندې ډول دي (امریکا، ونزویلا، استرالیا، جنوبي افریقا، اتریش ، کاناډا، چلی ، نیوزیلاند، فلپین، اسرایل). په یوه سروې کې چې د وګړو ملي غرور يې اندازه کاوه، د وینزویلا خلکو په عمومي ملي غرور کې لومړی درجه او د امریکا خلکو په ځانګړو ساحو کې د ملي غرور په درلودلو کې لومړۍ درجه خپله کړه.
ځینې پيښې په خلکو کې ملي غرور زیاتوي مثلاً دسپتمبر د یوولسمې تر حملو وروسته د امریکایانو ملي غرور په لوړیدو دی. د لوبو د ملي ټیمونو په بريالیتوب سره د هیوادونو په خلکو کې د ملي غرور کچه لوړيږي. ځکه ورزش د یووالي سبب کیږي، اوعامه لیوالتیا او ملي هویت تقویه کوي. که څه هم ځینې څیړنې ښيې چې ملي غرور له مخکې موجود وي خو د سپورت د لوبو په ګټلو را څرګند شي.
یو څه ته باید متوجه شو چې ډیر زیات ملي غرورانسانان د جنګ خوښۍ او امپریالیزم خواته بیایی او دا داسې ده لکه زیات ځان درناوی چې د خودخواهي سبب کیږي. له بلې خوا شوپنهاور وايې چې تر ټولو بد ډول غرور، ملي غرور دی ځکه هغه کس چې په خپل ملیت ویاړي په خپل ځان کې د ویاړ لپاره کوم باارزښته څه نه لري کنه وي داسې څه ته بې توسل نه کاوه چې په زرګونه خلک ورسره پکې شریک دي. دا هماغه منفي غرور دی چې خودخواهي او ځان ښودنه پکې راځي.
په پاې کې زه دې پایلو ته ورسیدم چې موږ به ډیرې ستونزې لرو خو یو عزتمند او ویاړلی ملت یو تاریخ کې مو دواړه مثبتې او منفي پيښې شته چې ځینې مثبتې يې د پام وړ دي. بله دا چې د هر څه پوتانشیل لرو خو باید کار پرې وکړو هغه افغانان چې فرصتونه ورته برابر شوي دي له نورو ملتونو او قومونو وروسته نه دي پاتې شوي او په ډیرو مواردو کې ترې مخکې شوي دي. که پرمختللي نه یو نو له نورو ډیر وروسته هم نه یو، یواځې سولې ته اړتیا ده تر څو بیرته خپل برم او عزت تر لاسه کړو.
بل مهم اړخ یې دا دی چې له رواني اړخه تل باید خوښ اوسو او مثبت فکر وکړو. کله چې مثبت فکر کوو، برخورد مو مثبت کیږي، د کار ښه وړتیا او انرژي ترلاسه کوو او په شوق او لیوالتیا د هیواد د ابادۍ لپاره کار کوو. له بلې خوا باید تل له تیر نه زده کړه وکړو په اوس کې ژوند او د راتلونکي لپاره ښې هیلې ولرو. نور خلک هم زموږ په اړه ښه نظر لري. تیر کال مې هغو بهرنیانو ته چې په افغانستان کې يې کار کړی دی یوه کوچنۍ سروې ولیږله او ترې ومې پوښتل چې د افغانانو په اړه يې نظر څه دی. ددوې ځوابونه په دې ډول وو: "افغانان ښه راغلاست ویونکي، دوستانه، زده کړې ته لیوال خلک دي چې غواړي له نورې نړۍ سره وصل شي". " دوې ډیر مرسته کوونکي او خیال ساتونکي خلک دي". "داسې یو ملت دی چې سخت کار کوي او میلمه پال دي". "ډیر سخاوتمند ښکاري او له بهرنیانو سره په اړیکو کې متوازن دي. با جراته دي او د خپل نظر په ویلو کې شرم نه کوي.د نوي نظر تر منلو مخکې نقاد دي. د تاریخ، کلتور او نورمونو په اړه حساس دي خو دوستانه برخورد لري د خلکو مرستې ته لیوال دي". "له ټولو هیوادونو چې کار مې پکې کړی افغانستان راته ګران دی. زما همکاران له کارسره ژمنتیا لري، مشورو ته درناوی کوي خو خپلواک پاتې کیږي. په کلیوال افغانستان کې په ۱۹۷۰ کې میلمه پالنه له توقع بهر وه". "ښې ټوکې کوي، خوش طبعه دي". "کله چې دې افغان د دوست په ډول ومني بیا دې ساتنه کوي".
حکومت، مدني ټولنې، او ملت باید د (اصلي) ملي غرور د ترویج لپاره فعال کار وکړي خلکو ته مثبتې هڅونې ورکړي او له منفي فکرونو او تشویش څخه يې راووباسي. د تاریخ په مثبتو لاسته راوړنو ورته ټینګار وکړي او د راتلونکي لپاره يې لا زیات پرمختګ ته وهڅوي.