څیړنیزه فلسفه


فلسفه علم دی او هر علم انسان ته د نوو لارو او نوو افکارو لار پرانیزي انسان په خپل ځان باوري کوي او د انسان د پیاوړتیا ضمانت ورکوي
نو په همدې اساس څیړنیزه فلسفه زما په فکر د کوم مجهول توري په څیر په وړاندې کولو تر سوال لاندې نشو راوستلای،ځکه دلته انسان موجود دی او په انسان د باور بار دومره لوی دی که د یو غر په اوږه کیښودل شي نو لري نه ده چې غر يې د ثانیو په حساب د ستړیا احساس وکړي خو برعکس انسان بیا د همدې لاري یو پیاوړی دی چې هم يې څیړنیز ژوند کړی او هم يې د خپل وجودي خدای سجده کړې او په هغې د باور کولو حل لاري ځان ته راویستلي دي،که ساینس څیړنه کړې بیا يې هم د تیري تیورۍ په عملي کولو سره یوه مثبته او یا منفي نتیجه تر لاسه کړي دا په دې معنا نه چې تیوري ماتې خوړلي او نوره باید د ټولني په حقیقت کې رول ونه لوبوي دا په دې معنا چې په منفي اړخ کې ثابت شوی شیان د څیړنیزي فلسفه هغه برخه ده چې تر اوسه يې وخت ضرورت نه دی احساس کړی او نه يې د عصر په ټیکنالوژی باور کړی تر ډیره يې منفي اړخ د وخت په تیریدو په مثبت بدلیدونکی دی دا چې بحث اوږد نشي بیرته راځم اصلی موضوع ته چې مطلب له څیړنیزی فلسفي څه دی؟
که عقایدو ته لاړ شو بیا ټکر کوو او ټکر په اسلام کې شتون نلري ځکه چې تیوریانې انسان د خپل حقیقي ژوند نه یو خیالي ژوند ته لیږدوي چې خیال پخپله د انسان یوه ستره تیروتنه ده چې پیړۍ پیړۍ پرې لا هم باور لري او د شاتګ کومه نښه پکې نه لیدل کیږي
که په همدې ډول په بله عقیده باور لروونکي خلک پیدا شي بیا هم څیړنیزي فلسفي ته وخت نه ورکوي ځکه دلته پوښتنه له پوښتنې پیدا کیږي او ځواب يې په ځواب کې موجود وي چې په همدې لاري د پل ایښودنې معنا د مقابل لوري عقیدې سره مخالفت څرګندولو په معنا ده،هره عقایده ځان ته فلسفه لري او هره فلسفه بیا ځان ته عقیده لري چې ورستاړی او مختاړی پکې شتون لري نو بنا پر دي چې اسلامي فلسفه مطالعه کړو باید انساني فلسفه هم له پامه ونه غورزوو،د څیړنیزي فلسفي ښه والی په دی کې دی چې د هر ډول عقیدي خلک کولای شي د ژوند په ورځنیو او پیړیزو چارو کې د پوښتنې ځواب پیدا کړي او خپل فکر ته قناعت ورکړي چې زه انسان ووم او له انسان پرته د ټولني د یوې تشکیلوي برخې پوري تړاو لرم چې دلته ټولنه ماته ضرورت لري او زه ټولني ته نو په همدې اساس هغه انسان کوشش کوي چې د څیړني په بنیاد یا ټولني ته قناعت ورکړي او یا ټولني ته قناعت ورکړي تر څو یوه مثبته نتیجه تر لاسه کړي او دواړه په ګډه په یو لوري حرکت وکړي دا د یو بل ضرورت دی که چیرته عقیدوي فلسفه ولولو مونږ ته د محدود شمیر د فکر پلوي رازده کوي او که چیرته څیړنیزه فلسفه ولولو نو په دې پوهیږو چې د عقیدوي او څیړنیزي یا انساني فلسفي مطلب او حقیقت په کوم ځای کې موجود دی
که موجودات د خیالي نړۍ یوه برخه وګرزوو زه خپله هم پکې موجود یم ځکه انسان یم ژوند کوم د نړۍ سیال کول غواړم پر خاوره باور لرم ځان ته مې د ژوند سري کرښي ټاکلي دوست دښمن مې د پیژندني اړخ ګرزولی دی
نو دلته خیال چې زه شوم نو زه څوک شوم؟ دا سوال پیدا کیږي که ددې سوال ځواب داسي ورکړو چې خیال زه شوم نو زه څوک شوم؟ زه د خیال برخه یم نو دلته په هره عقیده کې دا خبره سمه راځي چې د خیال برخه ګرزیدل د کومې عقیدي مخالفت نه دی یوازې د خپل وجود هغه موظر اختیاط کاري پیدا کوم چې نړۍ پرې نه پوهیږي او یوازې د خپل خیال وجود پرې جوړوم او ړنګوم يې
په همدې مسئله که سر خلاص نکړو بیا خیال زمونږ برخه ده مونږ خیال ته نشو داخلیدلای،اوس د خیال باور ډیر دی که د انسان؟
ضرور ده چې ووایو د انسان باور ډیر دی ځکه چې خیال يې رامنځته کړی دی خو په بره پوښتنه کې بیا انسان د خیال یوه برخه وه دلته خیال د انسان یوه برخه ګرزیدلی چې دلیل يې دادی خیال انسان رامنځته کړو خو د انسان د پیدایښت نه پخوا د انسان خیال موجود وو او له هغې پخوا د نورو وجودي خیال موجود وو خو دلته بیرته اسلامي فلسفي ته راګرزو او دا ثابتوو چې د ثبوت وړاندیز يې د سرور کائینات د معراج د شپي تلل وو او بیا له ملایکو پوښتنه کول وو چې ته لمړۍ پیدا شوي څه دي ولیدل هغه په ځواب کې ورته وايي چې یوازې یو ستوری او د محمد ص نوم مې په عرش لیکل شوی ولید یعني دلته ثابته شوه چې خیال له انسان مخکې پیدا شوی خو انساني خیال له انسان وروسته پیدا شوی او دا په تدریجي ډول باندي د پیړیو پیړیو په تیریدو بیرته د وخت په مټ ثابت شوی دی چې انسان د هر څه پیاوړتیا لري
بیا راځم خبره نه تکراروم چې انسان د هر څه پیاوړتیا لري بیا ولي په څیړنیزه فلسفه باور لري؟
ځکه چې انسان جامع الکمالات دی خو جامع الافکارات نه دی،که څوک کور جوړوي انجینر يې لمړۍ ځای ګوري او د همغې په بنیاد يې د کور په ډیزاین فکر کوي او بیا يې ډیزاینوي له ډیزاین وروسته يې په عملي بڼه نور خلک بدلوی چې دا د انسان جامع الکمالات ښايي خو دلته جامع الافکارات دا نه دي چې انجینر دی نقشه هم جوړه کړي او بیا دي د خټګر فکر وکړي او د دیوال په سر کښیني او دیوال جوړ کړي
که په همدې موضوع څومره خبري وکړو کمي دي ځکه څیړنه هغه د ژوند برخه ده چې هري عقیدي ورته اجازه ورکړي او څیړنیزه فلسفه د ژوند هغه برخه ده چې هیڅ وخت د یوي عقیدي په خلاف د بلي عقیدي پیروي نه کوي یوازي په انساني ژوند ولاړ د انسان د ژوند مثبتي لاري څیړي او د همغي په بنیاد انسان د خپل راتلوونکي تصمیم ته مجبوروي چې تر فکر پیاوړی فکر وکړي او پرته له دي چې ژوند ختم کړي د راتلوونکي د پیاوړتیا او په بیا ژوند کولو تر ټولو ښه پوهیږي چې دلته درک او مدرک دواړه د دوي له اصل سره یو ځای کیږي،مونږ په څیړنیزه فلسفه د ژوند تکیه کوو او د ژوند په سترګه ورته ګورو ځکه د خدای پیژندنه بیدون له څیړنې ناشوني ده یوازې د غر په لیدو انسان د خپل وجود او ناموجود باور نشي تر لاسه کولای،که ويې څیړو لا به د ژوند پیاوړتیاوي تر لاسه کړو.
ژوند وکړه،پیاوړی انسان شه
صفت ځواک