هر څومره ډېر، چې خپلې لاسته راوړې زده کړې مشق او تمرین کړئ، ډېر ژر به په هغه برخه کې تکړتوب او اړينې پوهې ته ورسېږئ.
هر څومره ډېر، چې مشق او تمرین وکړئ ډېر زیات، په چټکتیا او پوره اطمینان سره به وده وکړئ او په خپلو کم انګېرلو احساساتو به لاس بري شئ، ډېر ژر به هم په هماغه کړنه یا دنده کې د استادۍ درجې ته ورسېږئ.
د همدغو تګړتوبونو په خاطر سپارلو له مخې کولای شو د خپل ژوند تر پایه ترې مثبته ګټه واخلو.
همدا نن، همدا مهال پرېکړه وکړئ، چې د خپلې دندې له ۱۰ سلنې پیاوړو سره یو ځای شئ. وګورئ هغوی څوک دي؟ چېرته رسېدلي دي او د هغوی عکس العمل تاسو سره څه توپیر لري؟.
هغه ځانګړې زده کړه او تکړتوبونه، چې دوی په خپل ځان کې روزلي مشخص او پیدا کړئ او ټینګ هود وکړئ، چې تاسې هم کولای شئ هره کړنه یا دنده، چې نورو تر سره کړې په ښه توګه یې تاسې هم تر سره کولای شئ.
هېڅ څوک له تاسو څخه پياوړي او هوښیار ندي او دغه په زړه پورې ټکی؛ چې ستاسو په برخه کې پیاوړي کسان یو وخت پیاوړي نه وو او شتون یې نه درلود همدا ثابتوي، چې تاسې هم کولای شئ هر هغه څه، چې دوی لاسته راوړي تاسې یې هم لاسته راوړئ، خو یوازې پدې شرط، چې داسې کړنه یا دنده دیوې موخې په اساس ځان ته رسم کړئ او د پوره وخت او ځینو سختیو د ګاللو له مخې پرې کار وکړئ ځکه، چې هېڅ مرز او محدودیت ستاسو لپاره شتون نلري ترڅو په خپله کړنه یا دنده کې پیاوړي او بریالي نشئ.