افغان کریکټ او عامه ښېګڼې

 انځور د خوست کریکټ نوی ستیدیم
 
افغان کریکټ بورډ اداره هیوادوالو ته  د خیر ښګڼې د رسونې لویه سرچینه کیدای شي. یاده اداره  په خپله ساحه کې خورا زیات لوی لوی فرصتونه د ګټې اخیستنې لپاره پر وړاندې لري, چې د افغان کريکټ د پیاوړتیا او همدارنګه د هیواد د راتلونکي پرمختګ سبب ګرځي. د بېلګې په توګه کریکټ سره د افغانانو مینه, د افغان ځوانانو د لوبغاړي کیدنې لیوالتیا, د افغان ځوانانو بالقوه قدرت, د کریکټ په وسیله نړیوال کیدنه او داسې نورو بې شمیره مثالونو ته یې اشاره کولای شو. 
که افغان کریکټ بورډ د تخصصي او مسلکي مدیریت له مخې اداره شي او غوره مدیریت کولو ته لومړیتوب ورکړل شي لېرې نه ده, چې موجوده فرصتونه به په بشپړ ډول وکارول شي. په ځانګړي توګه په کريکټ کې د زرګونو ښکېلو افغان ځوانانو بالقوه قدرت به څرګند کړي  د کریکټ د ځوانو مینوالو لپاره سالم مدیریت په کاره دی ترڅو د کادرونو په توګه کار وکړل شي.
کله چې پټ استعدادونه د کريکټ ځوانو کادرونو کې راڅرګند شي نو لازمه ده, چې د پوهې, مهارتونو او چلندونو د کچې لوړولو لپاره اغېزناک سیستمونه جوړ شي. په کریکټ کې د ظرفیت لوړولو وروسته د نړیوالو سیالیو کولو او ګټلو لپاره به وړ لوبغاړي  ځای پر ځای شي. بیا د مسلکي کاري پلانونو او تصمیم نیونو پر بنسټ د کریکټ لپاره د روزل شویو کادرونو په مرسته نړیوالې ارزښتناکې رقابتي سیالۍ ګټلای شو.

انځور د خوست کریکټ نوی ستیدیم او مینه وال
 
کله چې د نړیوالو ارزښتناکو کریکټ سیالیو افغان ملت ګټونکی شي نو نه یوازې په نړۍ کې د افغانانو منفي پیژندل شوی انځور مثبت مخ ته اړوي بلکې د نړیوالو سیالیو د ګټلو له مخې کیدای شي, چې د افغان هیواد پر ملي بودجه د ډيروالي فوق العاده اثر وغورځي. پوهيږئ, چې ملي بودجه د هر هیوادوال د مشترکو حقوقو لرونکي وي او له مخې یې ولس ته د خیر او ښېګڼو خدمتونه ترسره کیږي. کله  چې د هیواد په ملي بودجه کې زیاتوالی راشي نو هرو مرو د ملي او عامه خدمتونو په زیاتوالي کې چټکتیا او پرمختګ راځي.
ګرانو هیوادوالو اساسي هدف دادی, چې د افغان کریکټ د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره په هر صورت او قیمت هلې ځلې وکړئ او ټولې وړتیاوې مو سره هملاسي کړئ تر څو لویې لاسته راوړنې; چې هیواد ته بدلون ورکولای شي  ولرو. هر سیاستوال دې د کریکټ سره د سالم او منلي سیاست کولو له مخې همکاري وکړي.
نیټه: December 30, 2016