فیسبوک د ځوانانو د خفګان سبب ګرځیدلې.

 
که ستاسو زړه تل خپه وي او یا د ستړیا احساس کوی، نو د دې لوي علت یوازې د فیسبوک کارونه ده.
په ډنمارک کې ساينسپوهانو یوه څیړنه ترسره کړي او ویلي: کوم ځوانان چي فیسبوک کاروې، له زیات خفګان سره مخامخ او په ژوند کې د پاتي راتلو احساس کوي؛ که چیرته ځوانان غواړي چي تیري خوشالي بیرته په ژوند کې راشي نو د فیسبوک کارونه کې تبدیلي راولې.
دا څیړنه اف کوپن هیګن په نوم پوهنتون کې سائنسپوهانو ترسره کړی او ۱۹۰۵ کال د ځوانانو او د اوسنې زماني د ځوانانو یادونه کړي، چي د جسمي او ذهني پلوه قوی وو.
څیړونکو لومړی ځوانان په دوو ګروپونو وویشل:

لومړي ګروپ ځوانانو د فیسبوک دوامداره کارونۍ هدایت وشو او دوهم ګروپ ته د فیسبوک نه کارونۍ هدایت وشو له یوې اوونې ورسته معلومه شوه هغه چاچي فیسبوک نه دی کارولي د بدن وړتیا زیاته شوی او هیڅ خفګان نه لری او هغه چا چي فیسبوک کارولي د بدن له وړتیا څخه مایوسه دی او په خپل ژوند کې خوشاله هم نه دي.
ځیړونکو ویلي چي که د فیسبوک کارونې ته مو زړه کیږي نو د یو څه وخت له پاره رخصت هم ورکوی، ترڅو د جسم وړتیا قوی او په خپل ژوند کې خوشالي راولې.