دکروز توغندي هغه بې پیلوټه قابل هدایت محاربوي وسایل دي چې ، دهدف تر وېشتل کېدو پورې قابل مسیر تغیر اودهدایت وړ دي. په عموم کې په کروز توغندیو کې دجټ موتور څخه استفاده کيږي. دا توغندي دبالسټيک توغندیو په نسبت دمشابه اما کوچنی او ارزان قېمته سر ګلولو لرونکي دي. همدا ډول مختلفو دقېقو کنټرولي وسایلو لکه GPS او نورو لرونکي دي چې په ډېر دقېق ډول خپل هدف ته ځان رسولای شي. دا توغندي په هوا کې په یو ثابت تعجیل سره دصوت دسرعت په اندازه خرکت کوي. دبې پیلوټه وسایلو سره یې غټ توپير په دې کې دی چې کروز په محتص ډول دجنګي وسایلو په توګه استعمالیږي او جنګي سرګلولې دکروزتوغندیو دبدن عمده او اساسي برخې دي.
لومړنۍ کروز مزایل دالمانیانو په واسطه چې DOODILE BLUGS نوميږي جوړ،او په ۱۹۴۴م کال کې یې دانګليسانو په وړاندي وکاروه،خو ددغه توغندي دقت دلومړنیو او دقېقو وسایلو دنشت له امله د ۷۰٪ ناکامی سره مخ وه، ځکه چې هغه وخت دکروز توغندیو دخرکت مسقیم مسیر، کم سرعت به ددې سبب شول چې زیاته تودوخه او ضایعات په هوا کې تولید کړي او ددښمن درادار په اساس به په اسانی سره تشخیص او د الوتکو او یا نورو وسایلو په اساس به په خپل مسیر کې دهدف تر ويشتل کېدو مخکې خنثی او له منځه به یوړل شول. ورورسته ددغه توغندیو په جوړښت کې بېلابېل تخنیکونه وراضافه شول او ننی کروز توغندي دپخوانیو سره فوق العاده توپیر لرونکي دي.
په عمومي ډول کروز توغندي دڅلورو ځانګرتیاوو لرونکي دي:
» دځمکې په ټيټو طبقو (۳۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ کیلومتره) کې دایرو ډینامیکي انرژی څخه ګټه اخلي.
» دخرکت په مسیر کې قابل تغیر خط السیر او ارتفاع دي،او دا کار باربار تکرارولای شي.
» نظر ددوی جوړښت ته د ۵۰ څخه تر ۳۰۰ کیلومتره پورې پرتاب کېدلای شي.
» په یو نورمال هدایت شوي پرواز کې دمختلفو جنګي سرګلولو وړونکی دی.
دکروز توغندیو په اړه مهمه نقطه داده چې دا توغندي په هوا کې په ساعتونو خرکت ته ضرورت لري، دوخت تزاید دا امکان په لاس راکوي چې د توغندي دانرشیا په نظر کې نیولو سره په سلهاوو متره دخپل دمسیر نه کوږ شي،خو هغه توغندي چې تقریباً دچټک سرعت په اساس تر محدودو دقایقو په فضا کې خرکت کوي دتغیر مسیر امکان یې ډېر لږ دی. دسم هدف او هدف ته درسېدو په خاطر هم باید وخت کم وي او هم باید توغندی په ښه ډول دخپل مسیر نه کوږ شي. نو ددې مشکل درفع په خاطر مختلفې طریقې شتون لري چې ددغه توغندیو دسم رهبری او هدایت په برخه کې ورڅخه ګټه اخیستل کيږي،په لاندې ډول دي:
۱ـ دمتقابل جغرافیایی انطباق سېستم:
دغه سېستم دځمکې د توپوګرافی ددقېقو اطلاعاتو په اساس ولاړ دی، په دې سېستم کې دځمکې دمخ څخه یوه مستطیل ډول محوطه چې اوږدوالی یې ۱۰ کیلومتره او سور یې ۲ کیلومتره وې اخیستل کيږي.دغه محدوده شوي ساحه په سل متره مربعګانو باندې ویشل کيږي او ددغه مربعګانو ارتفاعات معلومیږي. دغه مربعګانې دیو متریکس چې ۲۰۰۰ حدونه لري او هر حد یوه مربع مشخص کوي په ديجيټلي ډول کمپیوټر ته داخلیږي. کله چې توغندی دغې ساحې ته داخلیږي ،نو نوي اخیستل شوي اندازوي ارقام دلومړنیو ارقامو سره چې دتوغندي هدف دی په خپله حافظه کې مقایسه کوي، او په پای کې دویشتل کېدو هدف مشخص کوي. وروسته دخودکار کنترولي سېستم په مرسته چې له وړاندې په توغندې کې ځای پرځای شوی دهدف په طرف خپل مسیر ته انحراف ورکوي او په دې ډول توغندی ځان هد ف ته رسوي. دغه سېستم معمولاً په هغو سیمو چې غرنی وي زیاته ګټه اخیستل کيږي.
2-د CDS سېستم:
په ځمکه کې د رادار دمنعکسه امواجو او دځمکې په مختلفونقطو کې ددوی توپير ددې طریقې اساس دی. کوم توغندي چې ددې سیستم په اساس کار کوي دمجهز رادار لرونکي دي. کومې وړانګې چې درادار څخه تولیديږي دځمکې دمختلفو برخو څخه تر انعکاس ورورسته دتوغندي دځانګړي تشخیصي سیستم په مرسته پېژندل کيږي،او اخیستل شوي ارقام دهغو ارقامو سره چې مخکې له مخکې په حافظه دتوغندي کې ځای پرځای شوي وي،کوم چې دتوغندي دویشتلو هدف دی،مقایسه او په دې توګه دوېشتل کېدو ځای پېژندل کيږي او تو غندی دهدف په لور راګرځي.
۳-د GPS سېستم:
دغه یو دقېق او مهم سیستم دی،ددغه سیستم له مخې توغندی د GPS په مرسته چې ددرو یا څلورو سپوږمکیو په اساس دټاکلو فریکونسیو په اخیستو په ډېر دقيق ډول هدف مشخص کوي.په عموم کې دغه سیستم نن ورځ ډېر زیات استعمال لري.
دکروز توغندي دکوچنی راداري سطحې، دتوربوفن موتور استعمال چې دخرارت دتولید اندازه کموي،دځمکې په ټيټه سطحه کې خرکت هغه عوامل دي درادار دسیستم څخه ډېر وخت پټ وي.
باید ووایو چې دغه توغندي په اوس وخت دپخوا په پرتله ډېر توپير لري،په اوس وخت کې دغه توغندي له هره لحاظه پرمختللي دي. لکه سرعت،دقت،دهدف دوېشتلو فاصله،کنټرول او په نورو مواردو کې فوق العاده توپیر لري. امريکا،روسیه،شمالي کریه،پاکیستان،هند،فرانسه هغه هېوادونه دي چې ددغه توغندیو نوي او پرمختللي نمونې لري.
سرچينې:
http://www.popsci.com/technology/article/2013-08/fyi-cruise-missiles
https://en.m.wikipedia.org/wiki/Cruise_missile