یو پخوانی متل دئ، چې وایي: هره کړنه یا چاره، چې د ښې ترسره کوونې ارزښت ولري، د دې ارزښت هم لري، چې بده پیل یا هم شروع شي. هر بشپړتوب د غلطو تمریناتو څخه وروسته پیل کېږي.
هر کله، چې په یوه نوې کړنې یا کار لاس پورې کوئ، کولای شئ د یو بد پیل په تمه و اوسئ. شونه ده، چې د کړنې په پیل کې دا احساس وکړئ، چې بې لاسو پښو او پاخه نه یاستئ، چې دا په خپله د لومړي درجه کېدو لپاره جاج ورکول دي.
کولای شئ په خپل کسب کې یو له پوهو او د ډېر علم خاوندانو له ډلې څخه شئ؛ یوازې بس ده، چې د موټر چلولو په وخت کې د موسیقۍ پر ځای غږیزو ښوونیزو پروګرامونه ته غوږ ونیسئ.
یوې بریا ته رسېدل یو ځانګړی قیمت لري، چې تر ډېره د ستونزمنو کړنو تر سره کول او په تکړه توبونو کې د استادۍ درجې ته د رسېدو لامل ګرځي او د پیاوړو کسانو په ډله کې شمېرل دي.
هر کړنه یا کار، چې پیل کوو په پیل کې باید دا تمه ونلرو، چې زموږ کار دې په ډېره ښه توګه پر مخ لاړ شي او کوم خنډ او کومه ستونزه دې پکې منځ ته رانشي.
ددې تر څنګ د یوې دندې په پیل کې باید د ډېرو خنډونو او بد پیل کېدو تمه ولرو، تر څو بیا وکولای شو په ښه توګه هغه خنډونه او ستونزې لمنځه یوسو او خپل ځان بریا ته ورسوو.