د اپل(Apple) شرکت یوه داسې اله اختراع کړې ده، کومه چې د انسان د زړه ضربان ریتم یوه ځای نه بل ځای ته وړي، چې په دې ډول د یوه کس احساس او مینه د نړۍ په بل کونج کې بل کس ته وړلای شي.
خو د لندن د یوه پوهنتون انجينرانو پرېکړه وکړه چې دغه اله نوره هم پیاوړې کړي او خلکو ته دا فرصت برابر کړي، چې په واټن کې د يو بل ښکلول احساس شي. دغه اله "Kissenger" کومه چې د (Kiss او Messenger) کلمو ترکیب دی، نومیږي. په دې ډول د سمارټ فون او خاصې الې په کارولو سره، خلک یو بل د فاصلې په لرلو سره ښکلولای شي. د دغې الې کارول رېښتیا چې ډېر اسان او ساده ده. لومړی تاسې خپل سماټ فون د نوموړې الې سره وصل او بیا دغه اله ښکلوئ، چې په دې ډول ستاسې د شڼډو فشار او احساسات ټول د همدغې الې په وسیله په بل کونج کې بل کس ته رسیږي.
زه داسې نه وایم، چې دغه اله او احتراع یوه ډېره ګټوره احتراع ده، خو په دې باور لرم، چې داسې یو څو ځانګړي عاشقان به خامخا ښايي پیدا شي، چې دغه اله واخلي او د یو بل د ښکلولو لپاره به کار ځنې اخلي.
