څرنګه کولای شو چې ښکلی اوګڼ ویښتان ولرو؟


د ویښتانو ساتنی لاری چاری څه دي؟

۱ـ ترټولو د مخه باید خپل غذایي رژیم ته پاملرنه وکړو، که چېری سم ویټامین او پروټیني خواړه و نه خوړل شي، نوطبعا چې د ویښتو د تویدو او ترکیدو سره مخ کیږو او ورسره ویښتان ښوره او پخه هم پیدا کوي، نو د دی لپاره چې د پوستکي اویښتانو وضعيت مو ښه وي او موږ هم ښه صحت ولرو، نو سالمه تغذیه ډیره اړینه ده په تیره بیا حیواني پروټین د چرګ غوښه هګۍ او ځینې حبوبات او لبنیات اړين دي.
۲- بله دا چې ویښتان مو باید له حده زیات و نه مینځو، ځکه چې ډیرمنځل د سر د ښوری د زیاتیدو سبب کیږي اوغوړوالی له مینځه وړي.
۳- همدارنګه د ځینې تجارتي محصولاتود کارونې څخه ډډه کول؛ لکه د ویښتانو ژل اوځینی سینګاريز کریمونه او ویښتو ځینې رنګونه.
۴-د دې لپاره چې په ویښتانو کې پاتې شوي ارایشي مواد، چې ویښتان زیانمنوي ومينځو، باید له بوټیو جوړه شوې ساده شامپو څخه کار واخلو.
۵- هغه وخت چې ځینی نرمونکي کریمونه په ویښتانواستعمالوئ، نو د ویښتانو په ریښو یې ووهئ.
۶ - رنګ شوي ویښتان وروسته له یوڅه مودې څخه خپله ځلا له لاسه ورکوي، نو د دې لپاره باید یو داسې کریم، چې ستاسو د ویښتانو د رنګ سره مناسب وي په اونۍ کې دوه ځله وکارول شي. اکثرا هغه څه، چې د ښځو د ویښتانو د خارښت سبب کیږي، اصلی علت یی فصلي یا موسمي بدلون دی، ورسره رژیم هم اړین دی، د دغو ستونزو له مینځه وړلو لپاره سالم او قوي خواړه په خپل غذایي رژیم کې مه هیروئ.