زعفران بوټی نه يوازې په هندی کشمیر کی وده کوي بلکې اوسمهال په افغانستان کې هم کرل کيږی، چې په ورستيو ۳ کلونو کې يې په پر له پسې توګه په نړۍ کې لومړۍ مقام هم خپل کړی دی. زعفران سور نارنجی ته مایل رنګ لري او د درمل په توګه په پخوانیو وختونو کی کاریدل. دغه درمل د امیدوارو میرمنو د بدن حرارت د لوړولو لپاره کاریدل، همداراز د هند په مختلفو مراسمو او دودنو کې په ځانګړی ډول په ودونو کې ښه رول لري. زعفران د وچوپوستکو اوځینی نورو ستونزو لپاره کاروړل کیږی؛ دغه قیمتی درمل د پوستکی روښانتیا لپاره ډیر ګټوردی. زعفران د نړۍ تر ټولو قیمتی درمل دی او دا چې د باکټریاو ضد خاصیت لری نو د مخ دانو (ځوانکو) لپاره ډیر ګټور دی.
د زعفران کارونه:
څو ریښې زعفران واخلئ، په لږو شیدوکې واچوی ترڅو د شیدو رنګ ته بدلون ورکړی او د زعفرانو خواص په شیدوکې ګډ شي، تر نیم ساعت وروسته لږ د صندل سپین پوډر ورزیات کړئ، ترڅو ښه ګډ شي، وروسته دغه ماسک په خپل مخ او ورمیږ له ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پریږدئ او بیا یی پریمنځئ.
د دغه ماسک په مکرر ډول کارونه، د پوستکی په سپینولو کې مرسته کوي.