ګټوربوټي: کشمالی، د ګلابو اوبه او کوپره/ دوهمه برخه


اوس مهال ډیری کورنۍ دغه کشمالی (بابری، ریحان)، په کور کې لویوی او ساتنه ترې کوي. دغه بوټی الهی ډالۍ ده، د انسان د پوستکی لپاره د کشمالي یو ساده ترکیب له شیدو سره کولی شي، چې د پوستکی له ځوانکیو اوبخار سر مقابله وکړي. همداراز دغه بوټی کولی شي، چې د غاښونو د سپینولو او خارښت مخنیوی وکړي.
د ګلاب خوله (اوبه):
ګلاب چې درزله پاڼوڅخه لاس ته راځی د وادونو په مراسمو کې دعطرو په ډول کار وړل کیږي. ګلاب د یو ښه درمل په توګه د پوستکی پر تورو خالونو ښه اغیزه لري، همدارنګه د مخ غوړوالی له منځه وړي، پاکوی اود مخ د بخارونو مخنیوی کوي.
ګلاب کارونه:
د ګلاب خوله یا د ګلابواوبه: په ورځ کې یو یا دوه ځله خپل مخ ته وشیندی، مخ به مو تازه اوځوان ښکاري، په ځانګړی ډول د اوړي په موسم کې ډیر ګټور دی، چې په طبیعي ډول پوستکی د ګلابو په اوبو سره هیدراته او تغذیه کړي. دغه ډول به خپل پوستکی ته فوق العاده اونق وبښئ، ګلاب که خپل مخ ته نشی ښیندلی نو په یوه مالوچه ( پنبه) سره مخ په پوستکی په مکررډول سره وهلی شئ.
کوپره (ناریال، ګاره):
د سويلي هند وګړي په زیاده توګه کوپره کاروي، حتا په خپلو غذایی رژیم کی ورته ځانګړی پاملرنه کوي. د کوپرې اوبه کوی شی چې پوستکی روښانه اوڅیره ښکلی کړي. کوپره په کافی اندازه له فیبر او ویتامینونو غذایی اومعدني موادو څخه برخمنه ده د کوپرې غوړي هم په هندی خوړو کې زیاد استمعالیږی.
د کوپرې کارونه: پر ویښتانو مو د کوپرې غوړي ووهئ اوبیا یی په ارامه توګه ږمنځ کړئ، تر څو د ویښتانوټولوخواوو ته د ناریال غوړي خپاره شي، بیا یې په یوه پلاستيکي کیسه کې وتړئ او لږ تر لږه د ۱۵ دقیقو لپاره یې پریږدئ، بیا یی په ملایمه شامپو پریمنځئ.