د ملحد ځواب لړۍ - ۹/ قران او طب : لومړۍ برخه

 
هر مصنف د خپل کتاب وجه تالیف بیانوي، همدي سره د کتاب مقصد واضح کوي، همدا حالت د قران نزول وخت کې هم وو الله پاک ددې کتاب فواید او مقاصد بیانوي، د هغو نه د یو مقصد او فايدی خاصيت داسي بیانوي،
وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْءَانِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ۙ
موږ ددغه قُرآن د نازلولو په لړ کښي هغه څه نازلوو چي د منونكو لپاره شفا او رحمت دى،
وَلَوْ جَعَلْنٰهُ قُرْءَانًا أَعْجَمِيًّا لَّقَالُوا لَوْلَا فُصِّلَتْ ءَايٰتُهُۥٓ ۖ ءَا۬عْجَمِىٌّ وَعَرَبِىٌّ ۗ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا هُدًى وَشِفَآءٌ ۖ
كه موږ دا د عجمي قُرآن په بڼه لېږلی واى، نو دوى به ويلي وای: "ولي د ده ايتونه په تفصيل سره بيان نه کړل شول؟-  څه عجيبه خبره ده چي کلام عجمي دى او مخاطب عربي؟" - دوى ته ووايه: "دغه قُرآن د ايمان راوړونكو لپاره هدايت او شفا ده.
امام شوكاني رحمه الله : فرمایي قران شفاء دي د ټولو ظاهري ناروغيو
" فتح القدير " (3 /362) .
ابن عثيمين رحمه الله فرمایي  : ددي نه انکار نشي کيداي چې قراءت د قران دي تاثیر ونه لري لکه الله پاک فرمایي ( موږ ددغه قُرآن د نازلولو په لړ کښي هغه څه نازلوو چي د منونكو لپاره شفا او رحمت دى، خو د ظالمانو لپاره له زيان څخه پرته بل څه نه زياتوي.) او دغه شفاء شامله ده ټولو قلبي او جسمي مرضونو ته
(فتاوى نور على الدرب " لابن عثيمين )
د پاکستان پنجاب ایالت،  لاهور ښار کې یو روغتون هر سحر خپلو ناروغانو ته د قران سوره رحمان تلاوت اوروي، کله چې ددي روغتون مشر نه پوښته وشوه چي تاسو داسي  ولي وکړه؟؟
ډاکټر ځواب ورکړ:  چي مریض لپاره ذهني سکون ډیر مهم شي دي او ښه سکون د قران په اوریدو کې دي،  ډاکټر زياته کړه وايي کله چې موږ د ناروغانو طبي معاينې وکړي وروسته د تلاوت اوریدو نه،  نو ددوي په صحت کې  ډیر حیرانیدونکی بدلون راغلي وو،  د هر یو ناروغ په ناروغي کې او ددوي د مرض په مقابل کې د مدافعت قوه  هم زیاته شوي وه،  وروسته چې ناروغانو نه پوښتنې وشوي هغوي  ډیره ارامي اظهاروله او ويلي یې چي تلاوت سره مو زړه ته یو اطمینان حاصليږي .
طب پوهانو د سرطان تداوي په اړه  چي کوم
تحقيق وکړو ، هغې نه ثابته شوه چې د سرطان ناروغي په زیاتیدو او کمیدو کې خپله شخص مهمه ونډه  لري،  د ناروغ خبري، او دده اوریدل  دده د ژوند حالت  بدلوي اکثره دغه ناروغان ډاکټران سرطان کې ککړتيا  نه  نه  خبروی ترڅو ډیر ژوند وکړي او دغه عمل مستقيماً زخم باندې هم اثر کې
د قران طبی کرشمو نه یو سورة التين دي
[سُوۡرَةُ التين : 1]
وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ
قسم دی په انځر او ښوون (زيتون)؛
نبي اکرم صلى الله علیه وسلم فرمایي!
که چیرته کومه میوه جنت نه ځمکې ته راتلاى شوه، هغه به همدا انځر واي
ابن القیم رح ددي ایت په تفسير کې ليکي چې د کوم شي قسم چې الله وخوري هغه به معمولي شي نه وي، يقيناً نوی طبي څيړنو د انځر فواید نړۍ ته روښانه کړل خصوصا (بواسیر) ناروغي ته او د کولیسټرول د ويني غوړ لپاره خو  مهمه دوا ده
[سُوۡرَةُ النُّور : 35]
ٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبٰرَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِىٓءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ۚ نُّورٌ عَلٰى نُورٍ ۗ يَهْدِى اللَّهُ لِنُورِهِ
او هغه ډېوه د ښوون (زیتون) د يوې داسي بختوري وني له تيلو څخه بله شوې وي چي نه ختيځه وي نه لويديځه، چي د هغې تېل خود په خپله بليږي. كه اور ورته ونه رسیږي هم، (په دغه ډول) د رڼا د پاسه رڼا (د زياتېدو ټول عوامل راغونډ شوي وي).
د زیتون وني ته الله پاک بختوره وني خطاب ورکي
د زیتون ذکر په قران کې  :
نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمایي، زیتون د ۷۰ناروغيو  علاج دي ( الحاکم، ابو نعیم)
بل ځاي قران کریم کي د زیتون ذکر شوي
نوي طب منلي چې زیتون د هري ناروغۍ دوا ده
ـ قران او د شاتو نه د شفاء ذکر
[سُوۡرَةُ النّحل : 69]
ثُمَّ كُلِى مِن كُلِّ الثَّمَرٰتِ فَاسْلُكِى سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا ۚ يَخْرُجُ مِنۢ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوٰنُهُۥ فِيهِ شِفَآءٌ لِّلنَّاسِ ۗ إِنَّ فِى ذٰلِكَ لَءَايَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
او د هر ډول مېوو شيره وخوره او د خپل رب په هوارو کړيو لارو الوزه. ددغه مچۍ له خيټي څخه په بېلابيلو رنګونو يو شربت را وځي، په هغه کښي د خلكو لپاره شفا ده. په يقيني ډول په دې کښي هم د هغو خلكو لپاره يوه نښانه ده چي غور او فكر كوي.
۳۰۰کاله وشو چې ساینس پوهان په دې پوه شو چې شات د مچيو له خیټې راوځي قران ۱۴۰۰کاله اول دغه اعلان کړي
شات ده انسانیت لپاره شفاء ده دغه خبره قران ۱۴۰۰کاله اول کړي،  ساينس نن په دیکی چرخي شاتو مچی د ډیرو ګلانو او ميوو نه د شاتو جوړولو یوه الهي فابریکه ده چې شات cells خانو کې جمع کوي
تازه څيړني ښايي چي شاتو کي د زخم جوړولو انقلابي اثرات وجود لري او دا عین د مرهم کار ورکي او هر ډول جراثیم وژنې 
په دوهم جنګ عظیم کې شورویانو د عسکرو زخمونو لپاره د شاتو نه کار اخيستې وو
شاتو کې دا خاصيت دي چې نمی باقی ساتي په پوستکي باندې د زخم ډیره کمه نښه پریږدې کثافت (Density)  له وجي داغ نه پریږدي  او نه هم جراثیم، زخم کې زیاتیږي
سسټر کیرول (Carole) نومي یوه عیسوي  راہبي (Nun)  د انګلستان  شفاء خانوں کې د سینے او الزائیمر:Alzheimer چي د یو خاص مرض نوم دي  )په ناروغیو ککړ د ۲۲ناروغانو تداوي په پرپولس (Propolis) نومي مادې باندې وکړو هغه خلک ورسره جوړ شو ، دغه مادي پسی د شاتو مچی ګرځي او خپل ګبین ته یې راوړي او خانو کې ځاي پر ځاي کوي،
طبي څیړنو ثابته کړي چې د کوم بوټي نه چې چاته حساسيت  وي،  د هغي بوټی د ګل نه حاصل شوي شات دغه حساسیت  له بینه وړي
  شات وټامن۔ کی (vitamen K) او فر کټوز