پرمختګ مو اندازه کړئ!

 
تاسو د ډېرو حیرانوونکو ذهني وړتیاوو درلودونکي یاستئ، چې تر ډېره د ټولو له ګټې اخستنې څخه بې خبره پاتې کېږئ. د خپلو موخو د رسم، جوړښت، تنظیم، اداره او د ښو مثبتو پروګرامونو له جوړونې څخه د ګټې اخیستنې په اساس کولای شئ، چې د ډېرو کمو کلونو په تېرېدو د زیار او زحمت له مخې دغه موخې په لاس راوړئ.
د موخو رسمول تاسو ته دا وړتیا دربخښي، چې د نورو په نسبت په ډېره کچه له خپلې فکري قوې څخه ګټه واخلئ.
هوښیار ذهن ستاسو د ژوند مرکزي دفتر دئ، چې د خپل چاپېریال معلومات، د هغوی پېژندل او له نورو معلوماتو سره د هغوی پرتله کول او په پای کې د یوې ښې او منظمې پرېکړې نیول دي.
همدا نیمه هوښیار ذهن دئ، چې تاسو ته دا وړتیا دربخښي، تر څو له پخوا څخه د لوړو او ډېرو نورو موخو په لاس ته راوړلو کې درسره مرسته کړي.
نیږدې څه کم ۹۰ سلنه او یا هم له هغه څخه زیات ستاسو ذهني وړتیاوې همداسې لاس نا خوړلې پاتې دي.
هغه څه، چې خورا ډېر اړین دي هغه دا، چې تاسې د دغو پټو وړتیاوو او تکړتوبونو څخه ګټه واخلئ او د یوې ځانګړې انګېزې او توان له مخې د خپلو موخو لاسته راوړلو لپاره روان شئ نو بیا کولای شئ په ډېره اسانتیا سره یې په لاس راوړئ.