په نفس اعتماد او زړوتیا مو وروزئ

 
په نفس اعتماد او د زړورتیا روزل یوازې د عملي لارو او تکړتوبونو له مخې شوني دي.
هر څومره ډېر، چې د هغه څيزونو د زده کړې لپاره هڅه وکړئ، چې ستاسو د موخو په لاسته راوړلو کې اړین او د اړتیا وړ دي، نو ډېر لږ به د ډار او وېرې سره مخ او له بلې خوا په نفس اعتماد او زړورتیا به مو هم پیاوړې شي.
د لومړي ځل لپاره مو، چې د موټر په زده کولو پیل وکړ په یاد راوړئ، تر ډېره به عصبي، وارخطا او پرېشانه وی او ډېرې تېروتنې به مو ترسره کړې وي، ترڅنګ یې په هغه ورځ به مو له تېروتنو ډک موټر چلولئ وي، خپل ځان او د نورو ژوند به مو په ګواښ کې اچولئ وي.
خو د وخت په تېرېدو سره د ښو تکړتوبونو له ګټې اخیستنې پیاوړي او ښه شوي یاستئ او په نفس اعتماد مو په موټر چولو کې ډېر پیاوړی شوئ دی.
نن ورځ کولای شئ خپل موټر ته کېنی او پرته له هر ډول فشار یا استرس او زړه نازړه توب څخه د هېواد هر ځای ته مو، چې غوښتي وي سفر وکړئ او ولاړ شئ، په موټر چلونه کې مو تګړتوب داسې پیاوړی شوئ دی، چې حتا ستاسو هېڅ پام ندی ورته شوئ، چې څنګه پرته له تېروتنې یې چولئ.
هر هغه څه، چې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره یې زده کوئ که پخوا مو تنظیم او پلان کړي وي، نو کولای شئ، چې خپلو مو ته په ډېره اسانۍ سره ورسېږئ، په نفس اعتماد او زړورتیا به مو هم پیاوړي شي.