د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرایلو خلاف یو پرېکړه لیک تصویب کړ

 
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اردن لوېدیځ کې د اسراییلو له لوري د غیر قانوني مېشت ځایونو د جوړولو خلاف پرېکړه لیک تصویب کړ.
د امنیت شورا د ټولو پنځلسو غړو هېوادونو له ډلې څوارلسو یې د دغه پرېکړه لیک د تایید لپاره رایې ورکړې، خو امریکا له رایې ورکولو ډډه وکړه. البته امریکا متحدو ایالتونو د دغه پرېکړه لیک د وېټو کولو لپاره رایې نه ده کارولې.
له دې مخکې امریکا دغه ډول پرېکړه لیکونه وېټو کړي دي، خو اوس د ولسمشر بارک اوباما ادارې دودیزه پالیسي پرې ایښې او دغه پرېکړه لیک تصویب شو.
دغه پرېکړه لیک د مصر له لوري وړاندې شوی و، خو په دې وروستیو ورځو کې مصر د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مداخلې وروسته د دغه قرارداد وړاندې کول ځنډولي و.
له هغه وروسته د امنیت شورا نورو غړو هېوادونو نیوزلنډ، سینیګال، وینزویلا او مالیزیا دغه پرېکړه لیک بیا وړاندې کړ او په تصویب کې یې مهم رول درلود.
د اردن لوېدېځ کې د یهودانو لپاره د اسراییلي دولت له لوري د مېشت ځایونو ودانول د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ خورا ناندریزه موضوع ده، چې په سیمه کې د سولې او ثبات پر وړاندې یو خنډ بلل کېږي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د اسراییلو له لوري د مېشت ځایونو ودانول غیرقانوني بلل شوي دي. د امنیت شورا تر څنګ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې، د عدالت نړیوالې محکمې او نړیوال سره سلیب هم دغه مېشت ځایونه غیرقانوني بللي دي.
د ۱۹۶۷ کال دعرب- اسراییل تر جګړې وروسته اسراییلو د اردن په لوېدېځ او ختیځ یروشلم کې نژدې ۱۴۰ ښارګوټي ودان کړي، چې نژدې ۵۰۰ زره یهودان په کې مېشت دي.
ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سمانتها پاور وايي، دغه پرېکړه لیک ځمکني واقعیتونه ښيي، چې د ښارګوټو ودانونو کچه په ډېرېدو ده. د نوموړې په خبره د ښارګوټو مسالې دومره ناوړه بڼه غوره کړې، چې دا اوس د دوو دولتونو د حل لپاره یوه خطر دی.