د نویو باورونو د روزلو لپاره باید په ځينو کارونو لاس پورې کړئ، چې له دغه باورونو سره همغږي وي. داسې چلند وکړئ، چې همدا شېبه یا همدا اوس د دغو وړتیاوو او تکړتوبونو په درلودلو باندې باور لرئ.
د یو مثبت اند، د یو ښې راتلونکې په هیله او د یو ښه خوی درلودونکي کس په څېر له ټولو سره ښه چلند وکړئ، داسې چلند وکړئ، چې ګواکي ستاسو بریالیتوب سر له اوسه څخه تضمین او ټاکل شوی دئ.
داسې چلند وکړئ، چې ګواکي د خپلو بریالیتوبونو لپاره یو پټ او باوري تضمین لرئ او یوازې تاسې ترې خبر یاستئ.
دا ومنئ هر هغه څه، چې هره ورځ یې په خوله راوړئ او یا هم له نورو سره خبرې اترې کوئ، ستاسو د شخصیت په روزنه، وده، جوړښت او پرمختګ په حال کې لوی لاس لري.
له هماغه ځایه هغه څه کېږئ، چې په هکله یې فکر کوئ، باید د خپلو هيلو، شخصیت او لوړو ارمانونو په هکله فکر، چلند او خبرې اترې وکړئ، چې ستاسو په راتلونکې کې ډېره مثبته اغېزه لري.
فکر و ذکر مو یوازې د چلند او څرنګوالي په هکله وي؛ ځکه تاسو د خپلو موخو او غوښتنو په لور روانوي او لارښوونه درته کوي.