کیسه ګۍ

                                     
په تنکي برېزر (نیمه غرمه ) یې ځانونه ښه ماړه کړل،ما وویل:روژه ده،ویې ویل: مجاهېدینو ته معاف ده.مونږ نن غرمه جهاد ته ځو.کمبربندونه یې وتړل،لاړل ،ساعت نیم وروسته پاس په غره کې پر پوسته لمبې پورته شوې.ماذیګر له پوستې څو تنه درېشیو کې راښکته شول.کوچنۍ بالټۍ ورسره وه.د روژه ماتي لپاره یې پی (شړومبې ) غوښتلې.