فاتحه


منان مې ملګری و، د فامیل نور غړي مې یې نه پېژندل ،یوه ورځ یې د فامیل کوم کس په حق ورسېد، زه یې خبر کړم ،کوشش مې وکړ ،چې جنازې ته ځان ورورسوم ،خو ونشوه ، دویمه ورځ فاتحې ته ورغلم ، د منان دوی د کلي جومات ډېر لوی و،په نېږدې کلیو کې مې داسې ښکلی او لوی جومات نه و لیدلی،جومات ته دننه شوم سلام مې واچوه،او کېناستم،ټولو ناستو کسانو په یو عجیب نظر راکتل،زه یې په ځان شکي کړم ، ځان ته مې لاندې باندې وکتل ،خو څه په نظر رانغلل،ملا صیب قرات ولوست، د مرحوم په حق کې یې د مغفرت دعا وکړه، ما د قرات د لوستلو په وخت کې اېخوا دېخوا سترګې واړولې ،خو منان مې په نظر رانغی،حېران وم ،چې چاته فاتحه وکړم،ځکه ما یې د فامیل نور غړي نه پېژندل،بس هوایي مې له ځان سره وویل : (خدای پاک دې مرحوم وبښي ،وراثینو ته یې صبر جمیل غواړم)غلی شوم ،څو شیبې وروسته یوه ډله کسان راننوتل ،له ښي اړخه یې په لاس ستړي مه شي شروع کړه،جومات کې یوه ګډي وډي رامنځ ته شوه،ستړي مه شي خلاصه شوه کسان کښېناستل ،ملا له معمول سره سم قرات ولوست،د مرحوم په حق کې دعا وشوه ، بیا راغلو کسانو د څو کسانو سره پوښتنه ګروېږنه شروع کړه (جوړ یې، ښه یې، کلي کور کې کراري ده ، ژوند ښه دی او ټکی ټکی )جومات کې یو ډول شور او ځوږ جوړ شو،زه پوی شوم چې ولې اول وار ماته ټولو ناستو کسانو په عجیب نظر راکتل،ځکه چې په لاس مې ستړي مه شي نه وه کړي .
څو شیبې مې د منان د راتلو لار وڅارله ،خو د منان درک ونه لږېده ،جومات کې هسې ګډودي او پس پسی شروع و،پورته شوم ،په لوړ غږ مې وویل : وبښۍ زه تر ټولو کوچنی یم ،ستاسو په مخ کې چې څه وایم دا به لویه بې ادبي وي ،خو غواړم څو خبرې وکړم ، جومات کې ناست ټول کسان غلي شول، ماته متوجه شول، زیاته مې کړه :زه د مرحوم له کورنۍ یوازې منان پېژنم ، د فامیل نور غړي یې نه پېژنم ،ځکه مې د فاتحې په وخت کې همداسې هوایي وویل ،(خدایج دې مرحوم وبښي ) ، ښه به وی که د مرحوم د فامیل اکثر غړي جومات کې په یو مخصوص ځای کې کښېناستلی ،هر چاته به مالوم وی،بله خبره مې دا کوله ،اکثر کسان چې راځي ،جومات کې ناستو کسانو سره په لاس ستړي مه شی کوي ، بیا پوښتنه او ګروېږنه ،یو ډول بې نظمي رامنځ ته کیږي ، زه وایم که فقط سلام واچول شوي او دعا وشي دا به بهتره خبره وي ، یوه سپینګیري و ټوخل، زویه خبرې د سمې دي ، خو څه وکړو ،په لاس ستړي مه شي، پوښتنه او ګروېږنه د پښتنو دود او رواج دی،ما وویل زه دا نه وایم:چې د پښتو دود او دستور مه پالئ ،خو جومات د دود او دستور د پاللو ځای ندی ،جومات د عبادت ځای دی،
له دې سره د ټولو کسانو سرونه وځړېدل،جومات ژورې خاموشۍ ونیو، ما د تلو لار راونیوه.