د پاکستان په سند ایالت کې په ترافیکي پیښه کې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 
د سند ایالت په شکارپور سیمه کې هغه وخت د مساپرو بس او ټرالر تر منځ ټرافیکې پیښه رامنځته شوه، چې مسافر بس له ډیره مراد جمالي څخه کراچۍ ته په لاره و او په پایله کې ۴تنه ووژل شول او ۲۰تنه نور ټپیان شول.
له پیښې وروسته مرستندویه ټیمونه د پیښې ځای ته رسیدلي او مړي او ټپیان یې د شکارپور  ځایي روغتون ته انتقال کړي.
د روغتون یوې سرچینې هم تایید کړې، چي په پيښه کې څلور تنه مړه او ۲۰تنه ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.