روهي
د افغانستان په شمول په يو شمېر نورو هېوادنو کې د جګړو او وزګارتیا له امله خلکو مهاجرت ته مخه کړې، خو زياتره بې له دې چې د هغه هېواد د قوانينو په هکله مالومات ولري، د ښه ژوند او نشنليټي (تابعيت) د تر لاسه کولو په موخه، له خطرناکو لارو سفر کوي خو وروسته بيا له ډيرو کړاونو سره مخ شي.
د نړۍ د هغه هېوادونو لست موږ دلته خپروو، چې د پاسپورټونو تر لاسه کول يې آسانه او يا مشکل دي.
الف: اسانه هېوادونه:
۱- د دومینیکن جمهوریت:
- د ۱۰۰ زره ډالرو په اندازه پانګونه.
- یا په همدې هېواد کې د ۵۰۰ زرو ډالرو په ارزښت د یوه کور رانيول.
- که په دغه هېواد کې ۲ کاله په پرله پسې توګه کار وکړئ او استوګن اوسئ نو پاسپورټ به يې تر لاسه کړئ. د دغه هېواد د پاسپورټ درلودنکي، اروپايي اتحاديې ته له ويزې پرته سفر کولی شي.
- د ۳ کلونو لپاره که په پرله پسې توګه د لنډې مودې لپاره هم استوګن اوسئ.
- په بانک کې لږ تر لږه د ۵۵ زره ډالرو درلودل.
- دوه کاله دائمي استوګنه. د دغه هېواد د پاسپورت درلودونکي امريکا او اورپايي اتحاديې ته د تګ لپاره ويزې ته اړتیا نه لري.
- د ۳ کلونو لپاره د ۱۸۵ زره ډالرو په اندازه پانګونه.
- په دې هېواد کې ۵ کلنه استوګنه. په دې هېواد کې د کورنۍ د يوه غړي شتون يا د داسې يوه دندې درلودل، چې له دې هېواد سره تړاو ولري، او استوګنه يې حتمي نده.
ب: ګران هېوادونه:
۱- اتریش:
- له ۱۵ تر ۳۰ کلونو استوګنه.
- د جرمني ژبې زده کړه.
- په دغه هېواد کې لس کاله استوګنه.
- په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۸ کاله استوګنه.
۴- آمریکا:
- د «ګرين کارت» د تر لاسه کولو وروسته، ۵ کاله بايد په دې هېواد کې استوګن اوسئ.
- د ژبې په آزموينه کې ګډون او د سيمه ييز سیاست په هکله پوهه درلودل.