روسيه: سوريه کې مو د بشار اسد ۳۵ زره وسلوال مخالفين ووژل

 
د روسيې دفاع وزير «سرګيې شوګو» ويلي، چې له ۲۰۱۵ ز کال راهيسې مو په سوريه کې، د بشار اسد ۳۵ زره وسلوال مخالفين په هوايي بريدونو کې وژلي.
د رويټرز خبري آژانس د رېپوټ له مخې، نوموړي تيره ورځ په يوه وينا کې وويل: «سوريه کې د عملياتو له پيل نه تر اوسه، روسي جنګي الوتکو ۱۷ زره او ۸۰۰ الوتنې تر سره کړي، چې د مخالفلينو ۷۱ زره موخې په نښه شوې وې.»
نوموړي زياته کړې، چې د عملياتو په لړ کې د مخالفو وسلوالو ۷۲۵ پوځي روزنتونونه، د توغندي جوړولو ۴۰۵ کارخانې، ۱۵۰۰ پوځي وسايل له منځه تللي او ۳۵ زره وسلوال، چې ۲۰۴ تنه قوماندانان په کې شامل دي وژل شوي.
د يادونې ده، چې د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين د حکم پر بنسټ، روسي پوځ په سوريه کې عملیات پیل کړل، چې اوس د حلب ښار هم په کامله توګه د بشار اسد ځواکونو لاس ته ورغلی.
داسې ښکاري، چې په سوريه کې د داعش او نور ترهګرو ډلو پر ضد د روسيې پوځي عملياتو امريکا دې ته اړ کړه، چې پر خپلو يرغليزو سیاستونو له سره نظر وکړي او خپله پاليسي کې بدلون راولي.