د جرمي پوليس وايي، چې ۲ وروڼه يې د «ډيوسبورګ» ښار کې په دې تور نيولي، چې غوښتل يې د دغه هېواد په لويديځ «هانوور» ښتر کې پر يوه سوداګريز مرکز برید وکړي.
سرچينه زياتوي، چې تورن کسان په کووزوو کې زيږيدلي، يو يې ۳۱ کلن او بل يې ۲۸ کلن دی.
پوليس زياتوي، چې امنيتي سرچینو لخوا ورته د دغه کسانو په هکله پټ مالومات رسيدلي وو، نو له همدې امله سوداګريز سيټي سنټر ته زيات شمېر پوليس په ملکي جامو کې ليږل شوي وو.
وروسته له هغې، چې تيره دوشنبې ماښام د برلين په يو مارکيټ کې بريد وشو او ۱۲ تنه په کې ووژل شول، د کرسمس شپو ورځو کې امنيتي تدابير ډير شوي دي.