بونیر کې پر نرښځیانو بندیز لګیدلی


خبریال: سیدخان سلیمانخیل
د بونیر تحصیل په خدوخیلو کې قومې مشرانو او ځايي چارواکو پریکړه کړې، چي نور به په سیمه کې نرښځیانو وادونو ته نه ځي او امنیتې چارواکو ته لارښوونه شوې، چي د سرغړونې په صورت کې دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د سیمي مشرانو ویلې: هر کله چي نرښځیان وادونو ته غوښتل کیږي. نو په وادونو کي سندرې وایي او ګډا کوي، چې ځوانان د شرابو نشې کوي او له ځان سره وسله ګرځوي، چي د ځوانانو د اختلافاتو سبب کیږي او یو بل سره نښتې کوي چی د یادي سیمې امن ته زیان رسوي.
د سیمي چارواکو مشر په یوه خپره شوی اعلاميه کې ويلي: د سیمې ټولو امنیتې چارواکو ته خبر ورکول کیږي چي د خدوخیلو سیمې ته د نرښځیانو په راتګ بندیز لګول شوی او کوم نرښځۍ نه شي داخلیدلي.
ځايي مشرانو همدارنګه ویلي چي نرښځیان بی حیائي خپروي او د ټولنۍ د خرابدو سبب ګرځي.