د برلين د ترهګريز بريد اصلي شکمن کس د تونس هېواد دی

روهي
د جرمني امنيتي سرچينې وايي، چې دوی ته د برلين د وروستۍ پېښې بريد ګر هويت څرګند شوی او دا «انيس امري» د تونس هېواد دی.
د جرمني دولت د نوموړي پر سر ۱۰۰ زره يورو جايزه ټاکلې؛ هر هغه څوک چې وکولی شي داسې مالومات دوی ته په لاس ورکړي، چې په پايله کې تورن کس ونيول شي.
د جرمني د «نارډ راين ويسټفالېن» ايالت د کورنيو چارو وزير «رالف يګور» ويلي، چې انيس امري پناه غوښتنه رد شوې وه، ځکه نوموړي کافي لاسوندونه نه درلودل.
د انيس امري په هکله همداراز رېپوټ ورکړل شوی، چې په وسله سمبال او خطرناک دی او په جرمني کې د داعش ډلې له مشر احمد عبدالعزيز عبدالله، چې داعش ته يې خلک جذبول اړيکې درلودې. که څه هم امري د امنيتي ادارو تر څارنې لاندې و، خو بيا هم پر دې وتوانيده، چې بريد تر سره کړي.
د تيرې دوشنبې په شپه، د برلين د کرسمس جشن په يوه مارکيټ کې، د باروړونکي موټر په واسطه، پر خلکو بريد وشو، چې ۱۲ تنه په کې ووژل شول او ۵۰ تنه ټپيان شول.