د نړۍ مهم خبرونه له لنډيز سره:

 

  • پاکستان وايي، چې د کشتيو ضد يو نوی توغندی يې په بریاليتوب سره آزمويلی.
  • په چين کې د هوا د ککړتیا له امله په لسګونې الوتنې لغوه شوي دي. له څو ورځې راهيسې په چين کې هوا ډيره خرابه ده او د پلازمېنې په شمول له يو شمېر ښارونو نورو ښارونو نه الوتنې ځنډول شوي دي. يوازې په پلازمېنه کې تر اوسه ۲۳۰ الوتنې ندي شوي.
  • د موصل په سويل کې د عراق د پوځ د توپو په بريد کې، د داعش ډلې زيات غړي وژل شوي دي.
  • د نيجريه پوځ په يوه اونۍ کې ۱۸۸۰ تنه، د بوکو حرام سختدريځه اسلامپالې ډلې له منګولو ژغورلي.