روسيې تاجکستان ته د الوتکو د تګ راتګ د بنديدو ګواښ کړی

 
روسيې تاجکستان ته خبرداری ورکړی، چې سر له شنبې ورځې به دغه هېواد ته هوايي الوتنې بندې شي.
د روسيې د ټرانسپورټ وزارت په خبرپاڼه کې د دې پرېکړې لامل دا ښودل شوی، چې د روسيې د «يامال» هوايي شرکت الوتکو د ورتګ لپاره تاجکستان اجازه نده ورکړې او له دوه ورځې راهيسې مساپر د «ژوکوفسکي» په هوايي ډګر کې الوتنې ته په تمه دي.
داسې ښکاري، چې اصلي لامل بل څه وي او هغه دا، چې تاجکستان ته زياتره الوتنې د روسي شرکتونو لخوا تر سره کيږي. مخکې تر دې تاجکستان په دې هکله يوې موافقې ته مجبور شوی و او خلاف په صورت کې روسيې ورباندې الوتنې بندولې.
د يادونې ده، چې د منځنۍ آسیا په هېوادنو کې تاجکستان تر ټولو غريب او له اقتصادي پلوه وروسته پاتې دی، چې زيات شمېر خلک يې د مزدورۍ لپاره روسيې ته ځي او شاقه کارونه تر سره کوي.