ژوند ورځ په ورځ سختیږي، بیې لوړیږي، د کار موندل ستونځه ده، پیسې نه بسیږي، د کور کرایه، قرض، نفقه او داسې نورې ټولنیزې او اقتصادي ستونځې هغه څه دي چې مونږ سودايي کوي او کولی شي چې هر چېرته مو له خپګان او تشویش سره مخامخ کړي.
د ناراحتی احساس، بې حوصېلې کیدل، د فکر ګډوډیدل، زر په قهریدل، بې خوبه کیدل، د سر خوږیدل او داسې نور کیدلی شي چې د تشویش او خپګان له کبله وي. له تشویش او خپګان سره څه باید وکړو؟
اول- آیا د خپل تشویش او خپګان سبب راته معلوم دی؟
پکار ده چې اول د خپګان او یا تشویش سبب پیدا کړو. د مثال په توګه د کوم شخص، یا کوم کار، یا کوم مشکل او یا کوم حالت له کبله مونږ له تشویش او خپګان سره مخامخ کیږو. کله چې مو د تشویش سبب تشخیص کړ، بیا کولی شو چې د هغه په مخنیوي کې هم کامیاب شو. خو یو کلک او جدي تصمیم ته به اړتیا ولرو چې لدې حالته ځان راوباسو او پخپله له خپل ځان سره مرسته وکړو او په تشویش او خپګان غښتلي شو.
دوهم- هڅه وکړو چې تل مثبت فکر وکړو:
دا به له خپل ځان سره لویه مرسته وي چې د تشویش او خپګان په لېرې کولو کې کامیاب شو. د دې لپاره پکار ده چې مثبت فکر وکړو او پخپل ژوند او روزګار قناعت وکړو، پخپلې کورنۍ، اولادونو، ملګرو، دوستانو، روغتیا او نور هغه کوچني څیزونه چې لرو یې، ویاړ پرې وکړو.
که کوم سخت او ګران کار مو په مخه کې وي، پکار ده چې وار مو ورته خطا نشي، اول خپله آرامي وساتو او بیا ځان ښه ورته تیار کړو او پدې ټينګ باور ولرو چې سر ته یې رسولی شو.
دریم- د ګډوډی پای ته رسول:
که په کور، دفتر او یا هم د کار په ځای کې مو ګډوډي وي او هر څه غیرمنظم او یو پر بل پراته وي، دا مو نور هم فکر ګډوډوي او خپګان مو زیاتوي. پکار ده چې هر څه مو منظم او په ټاکلیو ځایونو کې وي او هر څه ته په اسانی سره لاسرسی ولرو، نه دا چې تل د کور په کونجیو(کیلیانو) پسې سرګردانه ګرځو. بل دا چې د نن ورځې کار سبا ته پرېښودل ندي پکار. بیا په سړي ډېر کارونه باریږي او د تشویش د زیاتیدو سبب ګرځي. پکار ده چې هره ورځ یو پلان جوړ او په یوه کاغذ کې یې نوټ کړو، چې په ترتیب سره کوم کارونه سر ته ورسوو او هڅه وکړو چې له هغه ستونځمن او سخت کاره یې را پیل کړو، کوم چې مونږ په تشویش کې آچوي.
څلرم- شیان چې څرنګه دي باید هغسې یې قبول کړو:
هر څه چې پېښ شوي دي، پېښ شوي دي، بېرته راګرځیدل یې امکان نلري، پکار ده چې قبول یې کړو او هیر ته یې وسپارو، که نه نو د تشویش او خپګان د زیاتیدو سبب کیږي. تیر باید هیر کړو او راتلونکې ته خپل فکر آرام وساتو تر څو ښه او ګټور تصمیمونه ونیسو. خو باید پرې نه ږدو چې بل څوک زمونږ پرځای تصمیمونه ونیسي او هڅه وکړو چې خپل تصمیمونه پخپله ونیسو. دا به پخپل ځان زمونږ باور نور هم زیات کړي.
پنځه- رښتینو ملګرو او دوستانو ته اهمیت ورکول:
له نږدې دوستانو او ملګرو سره کېناستل او جیګیدل، له هغوی سره ټوکې، ټکالې کول او خندل، او د پخوانیو په زړه پورې یادونو تازه کول د تشویش او خپګان په کمولو کې ګټه کوي. څېړنو ښودلې چې په کور کې د کور له غړو سره مینه او په تیره بیا له خپلې میرمنې سره مینه او محبت او هره ورځ په هغې باندې غېږ راګرځول او هغه د یو څو دقیقو لپاره په غېږ کې نیول د تشویش او خپګان په را کمولو کې مهم رول لوبوي.
شپږم- د بدن فزیکي قوت لوړول:
سالم فکر سالم بدن ته اړتیا لري. د دې لپاره پکار ده چې سپورت او فزیکي فعالیت ولرو، په باغ او یا ځمکه کې کار کول، منډې وهل او یا کوم بل سپورت او ستړیا هم بې خوبي له منځه وړي او هم د سړي فکر غلطوي او د تشویش او خپګان په له منځه وړلو کې مرسته کوي. د سابو او میوو خوړل، له نیشو نه ډډه کول او کم زیات په شپه کې اووه ساعته خوب کول د سالم بدن لپاره ګټور او د تشویش په ورک کولو کې مرسته کوي. پدې هیله چې ټول تشوشي او سودايي دوستان پخپلو تشویشونو غالب شي او پرې نه ږدي چې تشویشونه یې په ژور خپګان بدل شي.
ماخذونه: باندینې وېبپاڼې
په مینه او درنښت!