ماشوق سلطان د کابل پر ارمان لاړه

 
غالبا په دوه زره څلورم میلادي کال کې د خپلو دوه تنو خوږو ملګرو هریو داود عربزی او عطامحمد هیله من په ملتیا په حقه روژه کې پېښور ته لاړم ترڅو هلته د صبح بخیر او ماښام پخیر راډیو لپاره د مېشتو ښځینه او نارینه هنرمندانو سره د کوچني اختر لپاره مرکي او په زړه پورې اختریز پروګرامونه جوړ کړم.
کوچني اختر ته په شمار ورځي پاتې وي یانې د روژی دریمه لسیزه روانه وه نو زیاتره هنرمندان او په ځانګړې توګه ځوان هنرمندان خپله هم په اختریزو کنسرتونو باندې بوخت وه نو موږ ته په اسانۍ سره چا خپل وخت نه راکوه چې د خپلې راډیو مینوالو لپاره ورسره مرکي او پروګرامونه جوړ کړو.
په همدې لټه کې مو داسد دانش لالا په مرسته لایق زاده لایق وموند او له ده سره د پېښور راډیو په انګړ کې ناست وو چې د معشوق سلطان زوی راغی لایق صیب نوموړی را وپېژنده او له پېژندنې سره جوخت یې راته وویل دده له مور سره هم مرکه وکړي نو عربزی صیب ورغبرګه کړه سمه ده نو لایق صیب سم دستي ګرځنده موبایل له جیبه راویسته او زنګ یې ورته وواهه معشوقی په ځان ګوتي ووهه څو تنه ځوانان درلېږم چې خپه یې نکړي.
لایق صیب د معشوق سلطان زوی له موږ سره بېرته ملګری کړ ترڅو کور ته ورشو او د راډیو لپاره ورسره مرکه وکړو نو کور یې د پېښور نوې هډې ته څېرمه په یوه کلې کې وه نو کله چې موږ ور ورسیدو نو اروښادی معشوق سلطان رښتیا هم په ځان ډېرې ګوتي وهلي وي په بیټک (حجره) کې اوبه یې شبنم کړي وي او په کټونو باندې روجایانې هوارې کړي.
ورسره کیناستو مرکه مو پیل کړه خبرې يې ډېرې خوږي او د پښتنې احساساتو ډکي وي د میلمه پالنې ډېر دار مدار یې د پښتنې دود په اساس وکړ ویل یې کاشکی په روژه کې نه وې راغلی چې یوه پیاله چای خو مو درکړي وي او له پښتنو حجرو بې ډوډۍ او چای خوړولو تګ ښه خبره نده نو موږ ورته ویل خیر بیا به کله راشو نو ویل يې هرکله راشئ د مرکې په اخیر کې د کابل د وخت د استاد زاحیل او قمرګلي کیسی یې هم راسره شرېکي کړي او هیله یې هم وکړه یو ځل مو بیا کابل ته دعوت کړئ که بیا مړه هم شم خیره ده خو چې یو ځل اوسني کابل وګورم.
د معشوق سلطان وروستي ژوند ډېر له غربت او کړاونو ډک وو او په یوه خټین کوچني کور کې د ژوند وروستي شپي ورځی تیرولي چې الله خپل ځان ته ور وبلله نو د پښتو موسیقي له مینوالو او ملي سوداګرو څخه هیله کوو چې د خپلو هنرمندانو لاسنیوي وکړي ترڅو پاتې هنرمندان د ژوند په وروستیو شیبو کې له ورته برخلیک سره مخ نشي.
نو معشوق سلطان رښتیا هم د کابل ارمان له ځان سره ګور ته یوړه او معشوق سلطان د خپل وخت په سندرغاړو کې یوه نوموتي سندرغاړې وه د چې پښتو موسیقي لپاره یې خدمت نه هېریدونکی دی  او په سلګونو سندري او فلمونه موږ ته په میراث پرېښي دي اروا یې ښاده او جنتونه په نصیب شه. په درنښت