په ژوند او دندو کې هر څه په اړیکو ختمېږي. هر څه، چې لاسته راوړئ او یا یې له لاسه ورکوئ په یو ډول نه یو ډول له نورو سره په اړیکه کې وي.
ستاسو وړتیاوې د ښې اړیکې په ټینګولو کې له وړ کسانو سره د ژوند او دندې په هره برخه کې ستاسو د بریالیتوبونو ټاکونکي دي او یوه ځانګړې اغېزه ستاسو د موخو په لاسته راوړلو کې ترسره کوي.
هر څومره وګړي، چې پېژنئ او یا په یو ډول له یوې خوا او یا هم د یو نسبت له مخې ورسره مو پېژندلي، که هر څومره ډېر وي د ژوند په هره برخه کې به خورا ډېر بریالیتوبونه تجربه کړئ.
یو کس په یوه ښه وخت او مناسب ځای کې کولای شي یوه دروازه درته پرانيزي؛ چې ژوند ته مو په ډېره ښه توګه او په خپله خوښه مو بدلون ورکړي او له څو کاله ستونزمنې دندې څخه مو خلاص او وژغوري.
ډېره هڅه وکړئ تر څو د یو ښه کس سره ناسته ولاړه ولرئ او خپل ملګری یې وګرځوئ. یو ښه ملګری تاسو ته د موخو په رسېدو کې ډېر ارزښتمن او مثبته برخه لوبولای شي؛ ستاسو نيمګړتیاوې د ژوند په هره برخه کې، چې شتون لري په ډېره ښه توګه درته په ګوته کوي تر څو تاسې یې اصلاح کړئ.
خو بیا یو بد ملګری هم کولای شي، چې ستاسو د موخو په رسېدو کې لومړنی خنډ وګرځي او تاسو له بریاوو څخه په شا وتمبوي، د ژوند په هره برخه او هر پرمختګ کې مو د نابریالي کېدو سبب شي.