امنیت شورا د حلب ختیځ ته د څارونکو د لېږد پرېکړه لیک تصویب کړ

 
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځلس واړه غړو حلب ته د ملګرو ملتونو د څارونکو او د نورو مرستنیدویه نړیوالو سازمانونو د کارکوونکو د تګ پرېکړه ‎لیک تصویب کړ چې د حلب له ختیځه به د ملکي وګړو د وتلو د بهیر څارنه کوي.
په امنیت شورا کې په ‎دې اړه د پرېکړه ‎لیک د تصویب پر مهال د فرانسي سفیر وویل چې د دې اقدام هدف د بشار الاسد د رژیم له لوري د ډله ییزو بشري ضد جنایتونو مخنیوی دی.
د ملګرو ملتونو څارونکي به د حلب ښار په ختیځ کې هغو سیمو ته استول کېږي چې مخکې د رژیم د مخالفو وسله ‎والو په لاس کې وې.
پرېکړه ‎لیک غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په بېړني ډول د سوريې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت او په کړکېچ کې د ښکېلو خواوو له استازو سره خبرې وکړي او سیمې ته د دوی د څارونکو د تګ زمینه برابره کړي.
په ‎دې شورا کې د امریکا استازې سمنټا پاور وویل: "په بېړني ډول د دې پرېکړه ‎لیک پلي کېدل، د حلب ختیځ کې چې تر محاصرې لاندې یوه کوچنۍ سیمه ده، خو زرګونه کسان پکې اوسېږي؛ د خلکو د لېږدولو لپاره د بسونو او د لېږدولو اډو ته د دې څارونکو رسېدل د پریکړه ‎لیک اساس جوړوي. زه فکر کوم چې دا یو مهم ګام دی او ښايي خلکو څو ورځې مخکې دا توقع نه درلوده چې روسیه به په امنیت شورا کې د دې پرېکړه ‎لیک تصویب ته اجازه ورکړي، خو دا پرېکړه ‎لیک که عملي نه شي، د کاغذ یوه ټوټه ده. دا زموږ کار دی چې د ملګرو ملتونو په توګه په بیړه خپل څارونکي ور واستوو."
د امنیت شورا پرېکړه‎ لیک همدا راز غوښتنه کوي چې ټولې خواوې په بېړني ډول او له هر قید او شرط پرته ملګرو ملتونو او د بشري مرستو نورو ادارو ته اجازه ورکړي چې د سوريې ټولو سیمو ته بشري مرستې او روغتیايي خدمات ورسوي.
په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشار الجعفري په نیویارک کې د وینا پر مهال، څرګنده کړه چې حکومت يې له حلبه د هغه په وینا، د "غیرقانوني" وسله‎ والو او د هغوی د کورنیو له وتلو سره خپله موافقه ټینګه ساتلې ده.
بشارالجعفري زیاته کړه: "د سوريې حکومت موافقه کړې چې غیرقانوني وسله‎وال او د هغوی کورنۍله حلبه وایستل شي. ډېر خلک چې د دې تروریستانو کورنۍ ګڼل کېږي په بسونو کې له حلبه وایستل شوی او په هغو سیمو کې چې د حکومت تر واک لاندې دي، ځای پرځای شوي."
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه ‎لیک له بانکي مونه غواړي چې د بشارالاسدله رژیمه غوښتنه وکړي چې په حلب او د سوريې په نورو برخو کې د خلکو ژوند ته درناوی وکړي او د هغوی امنیت ټینګ کړي.
د فرانسې حکومت خبرداری ورکړی چې ښايي د بشارالاسد ځواکونه او د هغوی ملاتړکوونکي ملېشه ډلې د حلب ښار د ختیځو سیمو د تصفیې پر مهال بشري ضد جنایتونه ترسره کړي.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډله چې له لندنه فعالیت کوي، وايي چې ګڼ شمېر بسونه چې زرګونو خلک پکې سپاره وو، پرون د محاصرې له سیمې وایستل او د حلب لوېدیځ ته ولېږدول شول.