روسیه د خپل سفیر د وژلو په تړاو ترکیې ته څېړونکي استوي

 
د روسیې حکومت ترکیې ته د خپل سفیر د وژلو د څېړنې په تړاو یوه څېړونکې ډله استوي. انقره کې د روسیې سفیر د وینا پرمهال د یوه وسله وال په ډزو ووژل شو.
روسي چارواکو پرون وویل، ترکیې ته د پلاوي استولو په تړاو له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلېفوني خبرې وشوې چې دواړو پرې موافقه وکړه.
د پلاوي اتلس غړي به د ترکیې له څېړونکو سره د روسي سفیر اندري کارلوف د وژلو د قضیې ګډه څېړنه کوي.
د ترکیې پولیسو ویلي، د سفیر ویشتونکی ۲۲ کلن مولود مرت التین تاش نومېږي چې د پولیسو په ډزو وژل شوی. نوموړی د ترکیې د بلواضد پولیسو غړی و، چې د روسیې پر سفیر یې د ډزو پرمهال د (الله اکبر) نارې وهلې او په ترکي ژبه یې ویل چې: "حلب مه هېروئ، سوریه مه هېروئ".
نوموړي په پیل کې هغه عربي شعر ووایه چې مسلمانانو د اسلام پیل کې د خندق غزا کې زمزمه کاوه: "نحن الذین بایعوا محمداً علی الجهاد ما حیینا ابداً" یعنې: "موږ هغه خلک یو چې له حضرت محمد سره مو د جهاد لپاره بیعت کړی چې تر مرګه به ورسره یو".
ترکي چارواکو د یادې پېښې په تړاو شپږ کسان نیولي، خو تر اوسه له کومې ډلې سره د قاتل د تړاو لرلو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
ښکاري چې د روسیې سفیر په سوریه کې د مسکو د پوځي مداخلې او حلب کې د وروستیو عملیاتو په غچ اخیستو کې شوی دی.
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو ددغه برید په غندلو سره ویلي، د برید انګیزه د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترینګلي کولو پخاطر وه.
ښاغلی کارلوف د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزارت کې هم بېلابېلې دندې مخته وړې دي او له روسیې بهر یې هم ماموریت کړی دی.
اندري کارلوف څوک و؟
په ترکیه کې د روسیې د سفارت د وېبپاڼې پربنسټ، ۶۲ کلن اندري کارلوف د ۲۰۱۳ کال له جولای میاشتې راهیسې په دې هېواد کې د روسیې سفیر و. نوموړی په مسکو کې زیږېدلی دی.
هغه په ۱۹۷۶ کال د مسکو دولتي انستیتوت کې نړیوالې اړیکې لوستې او هم مهاله یې په ډیپلوماټیکو چارو کې کار هم پیل کړی دی. ښاغلی کارلوف د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزارت کې هم بېلابېلې دندې مخته وړې دي او له روسیې بهر یې هم ماموریت کړی دی.
هغه په ۱۹۷۹-۱۹۸۴ / ۱۹۸۶-۱۹۹۱ کلونو کې شمالي کوریا کې د پخواني شوروي اتحاد د سفیر په توګه پاتې شوی. نوموړی په ۱۹۹۲-۱۹۹۷ کال هم جنوبي کوریا کې د روسیې سفیر پاتې شوی. په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدا وروسته، ښاغلی کارلوف جنوبي کوریا کې د روسیې سفیر شو.