د جرمني پولیس وايي د برلین د ترهګریزې پېښې عامل پاکستانی دی

 
د جرمني رسنیو د پولیسو د موندنو پر بنسټ ویلي چې د دغه هېواد د پلازمېنې برلین د وړمې شپې لارۍ برید یوه پاکستانی پناه غوښتونکي کړی دی.
د دوشنبې په شپه یوه کس د بار وړونکې لارۍ په واسطه د کرسمس د سوغاتونو لپاره پر جوړ شوي بازارګي خپله کانتینري لارۍ ور وخېژوله چې له کبله یې ۱۲ تنه مړه او ۴۸ نور ژوبل شول.
پولیس وايي، د لارۍ چلوونکی یې نیولی او داسي ښکاري چې پاکستانی دی.
د بي بي سي نړیوال سروېس هم د جرمني د رسنیو له قوله لیکلي چې د پېښې عامل نوید نومېږي،‌ پاکستانی دی او ۲۳ کاله عمر لري.‌
د جرمني ډي پي اې خبري اژانس وايي چې دغه کس د ۲۰۱۶ د فبرورۍ په ۱۶ مه جرمني ته پناه وړې وه.
د جرمني نورې رسنۍ وايي چې دغه کس تر دې پخوا کوچني جرمونه کړي، خو د تروریست شک پرې نه دی شوی. پولیس د لارۍ له چلوونکي څېړنې کوي.
د جرمني اې ار ډي د امنیتي چارواکو په قول ویلي چې د لارۍ چلوونکی د ۱۹۹۳ م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په پاکستان کې زېږېدلی دی.
پولیس وايي، ښايي دا یو تروریستي عمل وي.
له دې پېښې وروسته، چې لا هم ثابته نه ده چې تروریستي وه او که ټرافیکي، د جرمني د مهاجرو ضد ګوند (د جرمني لپاره متبادل) یو وار بیا پر صدراعظمې انګیلا مېرکل نیوکې وکړې او د کډوالو په وړاندې یې د هغې نرمه پالیسي وغندله.
دغه ګوند وویل، د مېرمن میرکل د ناسمو پالیسیو له کبله په تېر یوه کال کې یو ملیون نور پناه غوښتونکي جرمني ته ورغلي دي.
جرمني او نورو اروپايي هیوادونو ته تللي او یا په لاره پناه غوښتونکي وايي چې په اروپا کې هم د ترهګرو له زیانونو خوندي نه دي. تروریستي پېښو په اروپايي هیوادونو کې د پناه ورکولو شرایط خورا سخت کړي دي.