خلیلزاد:  که امریکا پر پاکستان فشار راوړی وی په افغانستان کې به جګړه ختمه وه

 
په افغانستان کې د روانو ستونزو عمده علت دا دی چې امریکایان په خپلو ژمنو او پلانونو کې رښتینې نه دي. په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي په افغانستان کې له پېښو سره د امریکا غیر واقعي چلند ددې سبب شوی چې دلته ترهګر پیاوړي شي او وضعیت خراب شي. نوموړي په خپله یوه مقاله کې ( له ما وروسته د افغانستان وضعیت ولې خراب شو؟) لیکلي، امریکا له افغان حکومت سره رښتینې نه وه او ترهګرو پر ضد یې جدي مبارزه نه کوله. د ده په وینا له همدې امله د کرزي اداره پر امریکا بې باوره شوه او فکر یې وکړ چې امریکا په سیمه کې د جګړو اوږدول غواړي، په همدې توګه د امریکا او کرزي ترمنځ اړیکې د دښمنۍ سرحد ته ورسېدې. د خلیلزاد په باور امریکا د پخواني ولسمشر کرزي په دې خبره سترګې پټولې چې پاکستان دوه ګونی چلند کوي او د ترهګرو اصلي ځالې په پاکستان کې دي. سفیر زیاته کړې که امریکا په لومړي سر کې پر پاکستان فشار راوړی وی ښايي نن په افغانستان کې امنیت ټینګ او جګړه ختمه وی. خلیلزاد وړاندې زیاته کړې، سره له دې چې په افغانستان کې وسله والې ډلې د ډېرېدو په حال کې وې خو ولسمشر اوباما د سرتیرو د کمولو پرېکړه وکړه او افغان ځواکونو د امنیت د ټينګښت وړتیا نه لرله. سفیر همدا راز لیکلي چې امریکا په افغانستان کې له ځينو جګړه مارانو لکه دوستم او نورو ملاتړ وکړ او دوی د حامد کرزي په وخت کې او اوس د فساد او خپل سریو عمده لاملین دي. د هغه په باور کرزي څو ځله وغوښتل چې دغه جنګسالاران ګوښه کړي او پر وړاندې یې اقدام وکړي خو امریکا د دې کار اجازه نه ورکوله، کرزي آن په ۲۰۰۵ کال کې هم د دوستم پر وړاندې اقدام وکړ خو د امریکا له مخالفت سره مخ شو. خلیلزاد زیاته کړې چې د امریکا همدې کړنو د کرزي اداره پر دوی بې باوره کړه.