ښايي د ټرمپ اداره په افغانستان کې خپل ځواکونه ډير کړي

 
یو شمېر امریکايي څېړونکي وايي ښايي ټرمپ یې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر ډير کړي. د امریکا په بروکنکز څېړنیز انسټيټوټ کې د پوځي چارو او بهرنۍ پالیسۍ کارپوه مایکل اوهانلن وايي، ښايي ټرمپ په افغانستان کې خپل سرتیري ډير کړي. د هغه په باور که امریکا دا کار وکړي نو پر افغان ځواکونو به شته فشار را کم شي او دوی به ددې فرصت پیدا کړي چې خپلې وړتیاوې لوړې کړي. د نوموړي په وینا اوس مهال د افغان ځواکونو د ډيرو تلفاتو عمده لامل دا دی چې دوی په پوره توګه روزنه نه ده لیدلې او د جګړو له خطرناکو کرښو سره نه دي بلد خو که امریکايي سرتیري ډير شي دوی به وروزل شي او د تلفاتو کچه به راټيټه شي. د هغه په باور د ټرمپ اداره به په ۲۰۱۷ کال کې له سترو ننګونو سره مخ وي. د ناټو د پوځیانو ترڅنګ اوس مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکایي عسکر د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې په ماموریت کې بوخت دي. مخکینی پلان دا و چې دغه شمېر د روان میلادي کال تر پایه ۵۵۰۰ پوځيانو ته راکم شي.