د نړۍ سل ځواكمنې مېرمنې

د  ( فوريس)  په نامه يوې امريكايي مجلې د نړۍ د سل ځواكمنو مېرمنو لست خپور كړى . په لست كې د سياست ، ټولنيزو چارو  او سوداګرۍ په برخو كې پياوړې مېرمنې معرفي شوي دي . د لست له مخې لومړنى نوم د جرمني د كانسلرې ( انګېلا مېركل ) دى . تېر كال هم د هغې نوم د لست په سر كې و . انګېلا مېركل لومړنۍ ښځه ده ، چې په جرمني كې د كانسلرۍ مقام ته رسېدلې . هغه  د خپلې واكمنۍ پر مهال دوې غټې برياوې لري : د كاربونيك ګاز د توليد په كمولو كې  دجي 8 ( د نړۍ اته لوى صنعتي هېوادونه ) هېوادونو موافقه ترلاسه كول او د اروپايي اتحاديې په اساسي قانون كې د تعديلاتو لپاره  دغړو هېوادونو درضايت حاصلول . د چين 68 كلنه  اوسپنيزه مېرمن ( مېرمن وو ) ، چې د چين د لومړي وزير مرستياله ده ، په لست كې دوهم ځاى لري . هغه هڅه كوي د چين اقتصاد ته داسې وده وركړي  ، چې په نږدې راتلونكې كې له جرمني څخه د نړۍ د درېيم ځواكمن اقتصاد مقام ترلاسه كړي . له سنګاپور څخه د ( هوچينګ ) مديره ( تيماسك ) درېيم مقام او د امريكې د بهرنيو چارو وزيره ( كانډوليزا رايس ) څلورم مقام لري . همدارازد انګلستان ملكه  اليزابت 23 ځاى ، د امريكې د جمهوري رياست كانديده ( هېلاري كلېنټن ) 25 ځاى او د امريكې په كانګرس كې د نمايندګانو د مجلس مشره ( نانسي پېلوسي ) 26 ځاى  لري . په دغه لېست كې د يوې افغانې مېرمنې نوم هم راغلى دى . د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كميسون مشره اغلې ( سيما ثمر ) په لېست كې 92 ځاى نيولى دى . كه څه هم په افغانستان كې د عدالت تامين او له بشري حقونو څخه دفاع ډېر ستونزمن كارونه دي ، خو اغلې سيما ثمر له خپلې وسې سره سم خپل غږ پورته كړى دى . په همدې دليل د افغانستان په ولسي جرګه كې يو شمېر زورواكانو هڅه وكړه د بشري حقونو د كميسون مشرې ته  د ولسي جرګې له خوا د اعتماد د رايې زولانې ورواچوي . د فوريس مجلې په دغه سل كسيز لېست كې 66 تنه داسې ښځې راغلي ، چې د سوداګرۍ ، صنعت او نورو مسلكونو په برخه كې اداري چارې پر مخ بيايي او 34 تنه داسې ښځې دي ، چې په دولتي ادارو كې مهم مقامونه لري .