
د دوشنبې په ورځ ( د جولای 16 ) د بلخ والي عطا محمدنور له مرکزي حکومت څخه وغوښتل ، چې ولايتونو ته اجازه ورکړي خپله بودېجه په خپله ولګوي . ښاغلي نور پر يو شمېر وزارتونو او ( ان جي او ) ګانو تور ولګاوه ، چې له ولايتي مقامونو سره له مشورې پرته يې د بيارغونې پروژې پيل کړې دي . ښاغلي نور دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې ، چې د افغانستان د ملي انکشافي ستراتېژۍ ( اې ان ډي اس ) مرکز له خوا د يوشمېر وزارتونو د استازو او ځايي اوسېدونکو په ګډون د 80 انکشافي پروژو د تصويب په اړه جوړه کړې وه . نور وويل ، چې دولايت والي ته بايد دا واک ورکړل شي چې خپله ولايتي بودېجه په خپله ولګوي او همداراز د هرډول انکشافي پروژو په اړه بايد سلا او مشوره ورسره وشي . ده پرته له د ې چې د کوم ځانګړي وزارت نوم واخلي وويل ، چې ځيني وزارتونه د انکشافي پروژو د پلي کولو وړتيا نه لري نو له دې امله تمويلوونکي سرچيني بايد په نېغ ډول له ولايتي ادارو سره د پروژو په اړه تړون لاسليک کړي . ده همدارنګه پر يو شمېر نادولتي مؤسسو ( ان جي او ګانو) باندې نيوکې وکړې ، چې په بلخ کې په ناقوانونه توګه لګيا دي او کار کوي . د ده په وينا دغه مؤسسې پرته له دې چې له ولايتي ادارې څخه اجازه واخلي ، پريو شمېر پروژو يې کار پيل کړی دی .