د ايران ـ پاکستان ـ ايران ( آی پي آی ) د ګازو د بي&

ايران پاکستان او هند د هغو طبيعي ګازو د بيې په اړه ، چې له ايران څخه به د پاکستان له لارې هند ته لېږدول کيږی ، توافق ته رسېدلي دي . د توافق له مخې به دګازو بيه په جاپان کې د طبيعي ګازو د بيې پربنسټ ټاکل کيږي . هندي ورځپاڼې دآی پي آی د پروژې لپاره د  ايران د پترولو وزارت د ځانګړي استازي له خولې ليکي ، چې د توافق له مخې به د ګازو لپاره کومه ځانګړې بيه نه ټاکل کيږی ، بلکې بيه به د پورتني فورمول  پر بنسټ سنجول کيږی .  نوموړی استازی وايي ، چې اوس يوازېنی خنډ د پاکستان او هند تر منځ د ګازو په اړه ددندو وېش او ټاکل دي . له دې سره موازي ، افغانستان يو ځل پباهڅې  پيل کړي ، چې دترکمنستان ـ افغاستان ـ پاکستان ـ هند ( تاپه ) د ګازو پروژه راژوندۍ کړي . څو ورځې د مخه ، چې د افغانستان ولس مشر حامد کرزی ترکمستان ته تللی و ، دنورو اقتصادي همکاريو تر څنګ د نوموړي پروژې په اړه جدي خبرې وشوې او پرېکړه وشوه ، چې په  دې برخه کې هلې ځلې چټکې شي .