د ملحد ځواب لړۍ - ۸/ لادينيت ، ولي، کله، څنګه، چیرته او د چا د لاسه مينځ ته راغی؟

 
په ټولې دنيا باندې دي وخت کې د غرب لاديني فکر او تهذیب غلبه ده، غربیان خپل دغه عالمګير حرکت لپاره هر کوښښ پر مخ وړي، دغه بي بنياده تهذيب او فکر وړاندي کونکې غربیان خپل ځان روما او یونان پورې تړي، خو حقیقت کې هغوي سره هیڅ اړيکه نه لري يوناني تهذیب، بت پرستۍ، ماديت پرستۍ او عقل پرستۍ څخه متاثر وو.
او رومي تهذیب، دنیا پرستۍ، ظاهر پرستۍ، شاعري، ساز او سرود ، مذهب څخه لري والۍ، او شهوانیت نه متاثره وو 
دغه شیطاني غربي پروژه یو منظم پلان له لاري په ټوله دنیا کې فعالیت کوي ، دوي حقیقت کې دجال او شیطان پرستان دي، دوي وایې چې یو مذهبي ته اسانه نشې ويلي چي شیطان او دجال ته عبادت وکه، البته اول قدم کې یې خپل رب نه منکر که، کله چې هغوي انکار وکې بیا اساني سره به دوي ګمراه شي، او ورسره هغوى په دي پوښتنې عادي که چې هر وخت دا پوښتنه کوي چې کوم ده خداي؟؟ کوم ده رب؟؟؟ دا ځکه چې د دجال راتلو پوري دي د رب لټون هم ژوندې وي، بیا هر کله چې دجال راشي نو هغه ظاهري اختيار چې دجال ته الله ورکړې چې مړی ژوندي که، رزق ورکه، مال ورکه، وغيره نو دغه کمزوری مفکوره لرونکې الحادی خلک به د مچانو په شاندې دي مرداري پسي حرکت وکړي
ددوي مشري او مالي همکاري ملټي نیشنل شرکتونه ، او مؤسسې کوي او بیا ددغو مشرانو خلکو هر فعاليت د ملل متحد د تاثیر او امر لاندې وي .
ددې شیانو څخه په استفادي د ټولي دنیا انساني اذهان مذهب، الله او د اخرت د تصوراتو نه لري ساتلو منظم پلان جوړ شو ، او په تعليمي مېدان کې داسې اصلاحات وشو چې هغي سره به نوي نسل مذهب او خداي نه بي زاره پاتې کې ، دغو فعاليتونو له وجې انسان اخلاق حسنه نه محروم وساتلې شو او انسان نه کامل حیوان جوړولو لاره هم پرانيستل شوه نتیجه کې اخلاقي پست
او بي قيمته خلک د ټولنې اشرافی برخه وګرځولی شوه 
ډیر وخت مخکې کله چې دغه پلان جوړ شو نو د همدې پلان لاندې د سیکولر  تعليمي نصاب بنیاد کیښودل شو او بیا دغه تعليمي نصاب ته د دنیا په ټولو تعليمي نصابونو باندې تسلط ورکړل شو، او متاسفانه د افغانستان معصوم بچي هم ددي پلان برخه وګرځېده، ورځ تر بلی تعليمي اصلاحاتو په نوم نصاب کې تغیر راځي، تر څو چې ورنه خالص سیکولر نصاب تعليم جوړ او شروع شي، چې د هغي بنيادي نقطې همدا دې چې د انسان داخل نه د مذهب ګرفت ختم شې، او د اباحیت نظریه چې هر څه جايز دې او مذهبي اصطلاحات جايز ناجایز حلال حرام بي معنا شیان دي، ددي خبرو د انسان په زړه کې کينول ددوي د عمده اهدافو نه دي
ددغه خطری سازش نتیجه همدا شوه چې نن دنیا کې ډیر داسې خلک پیدا شو چې عصري تعلیم لري او خپل الله نه نا خبره دې، او په دې نا خبري فخر هم کوي
د همدي منفي کوښښ نتیجه ده چې نن عصري علومو زده کونکې اسلامي علومو نه لري پاتي دي او د سیکولرازم تیارو کې راحصار دي
دا چې اسلامي هيوادونو کې دغه فکر ولي رايج شو دیکی زموږ د علماء کرامو هم کوتاهی شته دي، او دوي هم خپل مسولیت نه دي ادا کړي او نه یې اوس ورته فکر دي،، متاسفانه داخلي اختلاف موږ نه هر څه پاتې کړی، د لادينيت او الحاد شروعات هم د عیسوي علماو د ناکامۍ او داخلي اختلاف له وجي وشو اګر که د هغوی دین منسوخ دین وو خو بیا هم باید دوي الحاد خلاف فعاليت کړي وایې خو دوي داسي ونه کړل او ناکامۍ سره مخ شو راځي دغه حالت درته لګ روښانه کم چې الحاد او لادينيت کله نه شروع وکړه؟؟؟
۱۸۰۰ عيسوي پيړۍ دوران کله چې غرب کې روميانو د دین مبین حليه خرابه کړه نو نتیجه کې مال پرست راهبانو مذهب نه ټوکي جوړي کړي، د رهبانیت په نوم باندې مسيحي مذهب يې د غلطو افکارو نه ډک کړو
چې دي کار سره خلکو د مذهب نه ويره پیدا کړه او بیا د عقل ضد کلیسا اول خپل مقدس کتابونو  کې تحريف وکړو او بیا یې ساینس پوهانو ته سختي جزاګانې ورکړي چې دې کار سره عقل او مذهب مسیح کې دښمني پیدا شوه او ساينسي علومو د مذهبي تعلیماتو تغلیظ شروع کړو 
 هر کله چې عیسایت انحراف سره مخ شو او د دوي تعلیمات قریبا مسخ شو، نو ددغو کړنو له وجې عیسایت خپل اصلي صورت له لاسه ورکړ، کله یې چې اصلي صورت له لاسه ورکړو بیا د ساينس مخ ته عیسایت کې هغه زور پاتي نه وو نو ځکه ددوي عقيدې کې ډیر متضاد حالات مینځ ته راغلل 
( عیسایې دنیا نن هم همدي حالت سره مخ ده) هر کله چې عیسایت  د عقلي بیدارۍ مخ ته ناکام شو نو په دوي کې د مذهب نه بیزاري زور ونیولو او ورځ تر بلي عیسایت انسانیت نه د حیوانیت په لور سفر شروع کړو بیا څه وو هغه څه چې کوم اخلاق دوي کې مذهب نه پاتي وو هغه هم په ختميدو شو
د عقليت تحت اثر د مکتبونو له لاري د فعاليت یو تحريک راپورته شو، هغوي ځان لپاره ارسطویی منطق ، او عصري فلسفې علوم بنیاد کیښودل، ترڅو د ارتهوډکس عیسایې افکارو حقانیت ثابت کې، د همدی حرکت په نتیجه کې د هیبرس، بولوګنا ، آکسفورډ، او کیمرج پوهنتونونو شروعات وشو
ددې مکتبونو د جوړولو نه وروسته عیسایې دنیا کې( هیومن ازم ) تحریک انسانیت راپورته شو، دا د یو څو بي دینانو فلاسفه و تحریک وو ، د دوي مقصد ظاهراً د انسان د عظمت ثبوت او انساني عقل او شعور د الله پاک ورکړی مقام نه هم پورته مقام ته رسول وو ، لاکن حقیقت کې د بشر تنزل وو، دي حرکت د مسيحي نظرياتو ځنځیرونه ماتولو کې ډیر ستر رول ولوبولو.
وخت تيريدو سره ټولو نه ستر عیسایېت ضد اقدام پورته کړاي شو، تاريخي اثارو نه داسي بريښي چي تحریک (اصلاح دین) د عیسایانو ستر زوال ثابت شو دا حرکت هغه وخت کې مينځ ته راغي، کله چي د رومن کاتولیک پادريانو مال پرستی، او د کليسا مذهبي جبر خلاف مارټن لوټهر ( اصلاح دین ) په نوم یو تحریک شروع کړو، ددي تحریک مقصد د الهامي متون د تشریح حق هر سړي ته ورکول وو، نه يوازي کلیسا ته، يعني هر سړي باید مجتهد وي په دینی معاملاتو کې، د پاپ مکمل اقتدار غلط دي، حقیقت کې د لوتهر تر شا هم عقليت پرست او د هیومن ازم اثرات وو، دغه د الحادی فکر ابتدا وه 
 ((دغه تاریخ چې ګورم دا نن سبا بعضې ساده مسلمانانو نه مي نفرت راشي چي دوي وایې هر سړي دي خپله احاديثو نه استنباط وکړي او بخاری او مسلم نه دي مسلي راواخلی ) ) 
د ۱۸ عیسوی صدۍ په اخر کې د فرانسې انقلاب له لاري اصلا ظاهر کې خو د پاچا ختمول وو،  خو حقیقت کې ددي پاسون تر شا همدغه ډيموکراسي، هیومن ازم ، آزادۍ او مساوات غوښتونکې وو 
په نولسمې پيړۍ عیسوي کې چې کله د نوښت حرکت ابتدا وشو  نو ددوي اوله غوښتنه همدا وه چې مسيحي عقايد ساينس او عقل سره پرتله کړي 
دغه وخت مذهبیت ډیره ضربه وخوړله، او د ساینس اجاره داري قايمه شوه،  او دغه نظریه تسلیم شوه چې حقايق درک کولو لپاره د هيڅ بل شي ضرورت نشته، چې د کوم شي ضرورت دی هغه عقل دی، تجربه ده، مشاهده ده همدي شيانو ته اعتبار دی همدغه وخت وو چې د (جدیدیت ) عصریت حامی فلسفيانو مابعد الطبیعیات مذهبي مزعومات ددي لپاره رد کړل چې ساینس سره یې سمون نه خوړلو 
 د نوښت دغه تحريک قوم پرستي، نسایت، د انسان کامله آزادۍ د مذهب رد او دا ډول نور نظریات یې ایجاد کړل
بلاخره دغه منسوخ شوي کمزوري او داخلي اختلاف لرونکي عیسایې مذهب دنیا ته د الحاد او لادينيت  د راتلو سبب شو
 خو ساده ملحدان دي د اسلام په رابطه دا سوچ نه کې اسلام یو داسي دين دې چې خپل اصلي حالت کې موجود دې، او دا تر قیامته پوري راتلونکې انسانانو لپاره راه هدایت دي، اسلام د ساینس رد نه کوي اسلام د تفکر، تدبر دعوت خپله ورکي او الحمد لله اکثرو ساينسي علومو د قران حقانیت منلي او راتلونکې وختونو کې به مسلمانان نور زیری هم واورې.