بي دینان، ملحدان همیش د بنو قریظي جګړي په اړه بي ځایه نیوکې کوي ، راځي دغي جګړې ته د پیل څخه تر آخره کتنه وکړو ، اخر کومو خبرو مسلمانان دي سختي فیصلی ته اړ ایستل؟؟
خو اول يوې نتيجې ته رسیدو لپاره لاندې اموراتو باندې پوهیدل ضرور دي
۱ ـ هر کله چې پيغمبر ﷺ هجرت وکړ او مدینی ته راغي، نو اول کال نبی اکرم ﷺ يهودو سره معاهده وکړه ، چې په هغي کې د بنو قریظه استازي هم شریک وو، او ددي معاهدې څخه وروسته مسلمانانو او د بنو قریظه یهودو ډیر ښه حالت کې وخت تیرولو
۲ ـ ددغه تړون له لاري نبي اکرم ﷺ بنو قريظه ته او نورو یهودي قومونو ته پوره پوره آزادۍ ورکړي وه، او ورسره د ځان او مال د امنیت ډاډ هم
۳ ـ نبی اکرم ﷺ په بنو قريظه د تړون له لاري دا ځانګړې احسان وکړ، چې وروسته له تړون نه د ژوند په ټولو چارو کې بنو قریظه نورو يهوديانو سره په حقوقو کې مساوي او برابر وګرځول شول، ځکه ددي وخت نه مخکي دوي سره ناسم چلند کیدو، لکه دوي د بنو نضير نه مرتبه کې کم شمیرل کیدل، ځکه کله چي به د بنو نضیر یو کس د بنو قریظه یو کس قتلولو نو د بنو نضیر دغه قاتل به په بدل کې نیم دیت ورکولو، خو برعکس که همدا قتل د بنو نضیر د یو کس کیدو نو د بنو قريظه په وژونکي باندې پوره پوره دیت ورکول لازم وو
مسلمانانو سره تړون نه وروسته یوه ورځ ددوي تر مینځ د وژنې یوه پيښه رامنځته شوه نو بنو قریظه د اضافي دیت ورکولو نه انکار وکړ ، او بنو نضیر ته یې ښکاره وويلي چې موږ اوسه پوري ډیر دیت ورکولو فقط ستاسې د ظلم او ويری له وجي خو اوس د محمد(ﷺ) سره تړون نه وروسته ډیر دیت نشو درکولای ( ولي چې اوس د ظلم او زياتې یره نشته)
۴ ـ کله چې قريشو د بنو قریظه خلک په خیانت وهڅول ،او د تړون په مقابل کې یې د غدارۍ غوښتنه ورڅخه وکړه، نو دغه وخت د بنو قریظه خلک په بی رحمي سره اماده شو په خيانت باندې، خو هر کله چې د تړون تازه کولو وخت راغي نو نبی اکرمﷺ یهودو نه بیرته د معاهدې د تازه کولو غوښتنه وکړه، خو د بنو نضیر خلکو تجدید نه ډډه وکړه، او خپله یې منطقي نه خروج وکړو، البته بنو قريظه دا ځل هم له سره نوي معاهده وکړه، د ( اتحاد او دوستۍ) او په بدل کې دوي ته د مسلمان له خوا نه د امن ضمانت ورکړل شو، بنو قينقاع چې ډیر سرمایه دار خلک وو دوي هم فتنه اچول شروع کړل، نو ددوي په اړه هم ددوي د وتلو فيصله وشوه، نتیجه کې یې په ۲ هجری محاصره وشوه او اخراج ته مجبوره شو
۵ ـ وروسته بیا معاهده تازه شوه، خو د معاهدې په عین وخت کې د غزوه خندق جګړه وشوه، چې ډیره د کړاوونو او سختيو جګړه وه، په ځاي د همکاري د خندق په سختي معرکې کې بنو قريظه غدارۍ وکړه، او ښکاره د کفارو په ملګرتیا جنګ کې شریک شول او د اسلام د نړي نه ختمولو دغه جګړې کې یې د تړون نه خیانت وکړو
۶ ـ کله چې بنو نضیر ساحي نه لاړل، نو ددوي مشران ۱ ـ حئ بن اخطب، ۲ ـ ابو رافع، ۳ ـ سلام بن ابی الحقيق، خیبر ته لاړل او هلته یې استوګنه اختیار کړه ، دا هغه کسان دي چې د احزاب جګړه د همدوي د لمسون او د منفي هڅو له وجي وشوه ، دوی د عربو په قبايلو وګرځيدل او هغوي یې د مسلمان خلاف نهايي پاڅون ته تیار کړل، دوۍ د قریشو د ملګرتيا لپاره یو کوښښ هم له لاسه ور نکړ.
په مدینی باندې برید لپاره دغه وخت پوري بنو قريظه په معاهدې ولاړه وه، خو حئ بن اخطب دوي نه د بغاوت کولو غوښتنه وکړه، او دوي یې په جګړې آماده کړل، بنو قريظه د مسلمان په خلاف د قریشو سره جنګ لپاره خپل لښکر په ورکولو تیار شول ، چې دې کار ډیره منفي اغیزه وکړه ، غزوه احزاب کې ددوي کردار ډیر خطری وو که چیرته ددوي په همکاري دښمن ته کامیابۍ رسیدلې وایې نو مسلمان به یو هم پاتي نه وایې، ځکه چې ټولو عربو په مسلمانانو برید کړي وو
د معاهدې له رويه باید دوي مسلمانانو سره دریدلی واي، بیا که ولاړ نه هم وایې خو کم نه کم یو خوا ته به غلي شوي واي، خو دوي ستره غدارۍ وکړه او په مسلمانانو یې برید ته ودانګل، که چیرته قدرتي آفت له وجي لښکر بیرته نه واي تلي، نو مسلمان به دوه طرفه برید سره مخ شوي واي چې نتیجه به یې ډیره تاواني وه
چې غزوه احزاب یا جنګ خندق نه مسلمانان بیرته راغلل، او د کفارو ناکامۍ څخه وروسته مسلمانان بنو قریظه ته متوجي شو، نو ددوي نه یې د خیانت بدل اخيستلو فیصله وکړه، خو د بنو قريظه خلک خپلي ګناه نه خبر وو نو قلا کې یې ځان بندیان کړل، مسلمانانو ددوي محاصره وکړه، د بنو قريظه یهودو غوښتنه وکړه چې موږ ته لاره راکړې خو دغه غوښتنه یې ونه منلي وه
بلاخره هغوي بله غوښتنه وکړه، چې زموږ قضاوت سعد بن معاذ ته وسپاري چې زموږ د غدارۍ جزا انتخاب کړي، ښکلي نبي اکرمﷺ بیا هم د نرمي نه کار واخيست او د بنو قريظه دغه غوښتنه یې ومنله او فیصله یې سعد بن معاذ چې (د یهودو د تړون مشر وو ) وسپارله خو سعد فیصله وکړه چې قضاوت به یې په تورات باندې کوم، تورات یې راواخيست او ددی غلطي سزا یې دا راویستله چې ددوي ټول نران قتل کړي او بچي او ښځي یې غلامان کړي
د يادونې وړ ده، دلته هيڅ کله د بی دینانو حق نه جوړيږي چې نبي اکرم ﷺ باندې اعتراض وکړي، ځکه بنو قريظه خپله ځان لپاره قاضي وټاکلو او د فیصلی اختيار یې هم ورکړو، او سعد هم ددوې خپل مقدس کتاب د آيتونو نه فيصله وکړه، که چیرته دغه قاضي د بنو قریظه د خلکو د خوشي کولو فیصله هم کړي وای نو نبي اکرم ﷺ به ضرور ورسره منلي واي یا یې دوي ته لار ورکولو فیصله کړي واي هم به نبي اکرم منلي، خو خپل قاضي یې سخته فیصله وکړه سعد دغه فیصله د تورات په لاندې ایت وکړه
تورات کتاب تثنیه اصحاح، ۲ ایت ۱۰۰ باندې
پوښتنه: چې دغه قتل شوي یهودان څو کسان وو؟؟؟
تعداد کې اختلاف دي خو کتابونو ليکلي چې د بنو قریظه خلکو په مدینه کې وروسته هم ژوند کولو، معلومه دا شوه چې يوازي خاص کسان وژل شوې، او بعضې یې اسلام کې هم داخل شول، ددي نه معلومیږی چې ډیر کم وژل شوي
یو محقق ليکلي" چې د دیرشو او څلویښتو تر مينځ نفر وژل شوۍ باقي خلک یې سزا نه ازاد شوي.
دغه وو هغه حقیقت چې بي دینان یې هیڅ کله نه ذکر کوي خو یوازی یو اړخ بیانوي ترڅو اسلام مقدس دین بدنام کې .
وروستي